19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت...

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: درې وسله وال طالبان...

طالبانو دکندز دحوزوي روغتون يو امبولانس وتښتاوه .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: وسله والو طالبانو نن له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیا کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ګرديز\ باختر \ د زمري ٣٠ مه
د پکتيا په مرکز ګرديز کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې، ياد نندارتون چې د پکتيا د ښځو چارو رياست په هڅو جوړ شوى نن د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل شو.
د پکتيا د ښځو چارو رییسې نسرین اوریاخېل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت جوړ شوى نندارتون دوې موخې لري، چې یو یې د لاسي صنایعو نندارتون او بل یې هم مشاعره ده.
هغې زياته کړه، چې هرڅوک کولی شي، چې په یاده مشاعره کې ګډون وکړي او خپل شعرونه، غزلونه او نظمونه ګډونوالو ته واوروي.
په همدې حال کې د پکتيا د والي مرستیال عبدالولي سهي د اتل غازي امان الله خان کړنې او کارنامې وستایلې او په په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکی شو.
پاى\وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.