19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

٥ وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: ٥وسله وال طالبان تېره شپه...

٢٠ وسله وال طالبان په هلمند کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: ٢٠ وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ : داسلامي دورې دفرهنګ په پرمختيا کې داسيا دزړه په توګه دافغانستان رول جوت دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٦مه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دسارک علمي او څيړنيز بين المللي سيمينار  (  داسلامي دورې  دفرهنګي ميراثونو ) نن په کابل کې جوړ شو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې سيمينار کې  يوشمېر جګپوړو دولتي مقاماتو ، دسارک استازو او مسوولينو ، دهېواد  علمي اوفرهنګي شخصيتونو ، په کابل کې  ديوشمېر بهرنيو هېوادونو سفيرانو او بهرنيو ميلمنو  شتون درلود .
  په دې سيمينارکې  دباختر اژانس رييس نجيب الله شينواري  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  پيغام ولوست  چې په هغه کې ويل شوي دي .
په يقيني توګه له تېرو کسانو څخه پرځاى پاتې شوي فرهنګي ميراثونه دبشر دتاريخ په مطالعه کې مهم او اغيزمن عناصرګڼل کېږي .
دهغوساتنه هم دهر هېواد دخلکو او ټولنې اړتيا ده افغانستان دبشري او اسلامي فرهنګ دميراث  دخزانې اودمنځني اسيا او داسيا جنوب هېوادونو ته داسلامي فرهنګ دمعبر په توګه ډير مهم رول لري .
دغه راز  دهېواد دجمهوررييس په پيغام کې  ددې سمينيار دجوړولو په خاطر  داطلاعاتواوفرهنګ  له وزارت څخه قدرداني شوې ده .
په دې سيمينار کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې  حسينې ساپۍ داسلامي دورې  دفرهنګي شتمنيو په لحاظ دافغانستان دتاريخي  مقام او رول په اړوند معلومات ورکړل .او ويې ويل  چې داسلامي دورې دفرهنګ په پرمختيا کې  داسيا دزړه په توګه  دافغانستان رول  جوت دى .
  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې زياته کړه  چې افغانستان  دارزښتناک جغرافيايي موقعيت په لرلو سره ،  داسيا دزړه په توګه  دسيمې دهېوادونو ترمنځ  دپيوستون  مرکز دى .
  هغې زياته کړه  چې  دسارک دسازمان  غړي هېوادونه زيات فرهنګي  مشترکات لري او دغه فرهنګي مشترکات بايد  وساتل شي  چې کېداي شي دغه  فرهنګي مشترکات  دسارک دغړو هېوادونو ترمنځ دقوت  تکى وي .
  حسينې ساپۍ  ټينګار وکړ چې دسارک  غړي هېوادونه بايد دخپلو تېرو کسانو دګډو دودونو او عنعناتو دساتنې په لاره کې هڅه او هاند وکړي  تر څو  داکار ددغو هېوادونو  دراتلوونکو نسلونو لپاره  لارښود وي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دلرغون پېژندنې  رييس  نور اغا نوري  هم په خبرو کې وويل :  په دې سيمينار کې  دسارک داتوغړو هېوادونو استازو اومسوولينو  ګډون کړى دى . اوددې سيمينار  يوه موخه داده چې داسلامي دورې  دفرهنګي ميراثونو له لارې  په سيمه کې سوله اوټيکاو او دسارک  دغړو هېوادونو ترمنځ  دوستانه اړيکې  رامنځته شي او څيړونکي داسلامي دورې  دفرهنګي ميراثونو په لاره کې خپلې  تجربې  او زده کړې  شريکې کړي .او په پاى کې  دهغوى ترمنځ  دوستانه اړيکې  تامين شي .
  دحج اواوقافو وزارت سرپرست عبدالحکيم منيب هم  په خبرو کې ددې ترڅنګ چې ددې سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه  قدرداني وکړه او داسلامي دورې  فرهنګي ميراثونوته  دافغانستان درول  په باره کې   معلومات ورکړل او ويې ويل  چې فرهنګي ميراثونه په حقيقت کې  دهر ملت   فرهنګ جوړوي . 
په دې سيمينار کې دسارک  دفرهنګي مرکز رييس هم  داسلامي دورې  دفرهنګي ميراثونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې افغانستان دوه ډوله  فرهنګي ميراثونه لري   ملموس او غير ملموس چې  دتاريخ  په اوږدو کې  زيات بدلونونه  لري . 
په همدې ترتيب  دعلومو اکادمي رييس  عبدالظاهر شکيب  هم داسلامي دورې  دفرهنګي ميراثونو په اړوند معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې بايد  دفرهنګي ميراثونو په ساتنه کې ټول  هڅه او هاند وکړي .
ددغه سيمينار په بهير کې ديونسکو رييس هم  ويناوکړه او په افغانستان کې په فرهنګي برخو کې ديونسکو دپروګرامونو او کړنو په باره کې  معلومات ورکړل او ددې سميينار  دجوړولو په خاطر يې   داطلاعاتواوفرهنګ  له وزارت څخه  مننه اوقدرداني وکړه .
دغه راز  دسيمينار په اړوند  دکابل پوهنتون پيغام  دکابل پوهنتون  دشرعياتو پوهنځي  رييس  پوهنمل  حفيظ الله حفيظ ولوست .
دغه راز دسيمينار په علمي  غونډه کې دافغانستان  او دسارک دغړو هېوادونو يوشمېر څيړونکو اوپوهانو خپلې څيړنېزي مقالې  چې  داسلامي  دورې دفرهنګي ميراثونو ، تاريخي څلو او داسلامي دورې  داماکنو په اړوند ليکلي وې په ترتيب سره  ولوستلې .
ددې سيمينار کار سبا  په هرات  ولايت کې دوام مومي . او بل سبا دپاى ته رسيدو مراسم به يې  په کابل کې  پرځاى شي .   ختم- ف _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 28 August 2019 19:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.