22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر/ دوږي10مه
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرټابه د کندز دامنيې قوماندانۍ د وياند سيد سرورحسيني او   دهغه د مرستيال نصيراحمد فيضي د شهادت له امله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه.
سيد سرور حسيني او نصيراحمد فيضي د کندز له پوځي پېښو څخه  رسنيو ته داطلاع رسونې  په وخت کې پرون مازيګر د کندز ښار په چوک  کې  په يوه ځانمرګي بريد کې  شهيدان شول .
د ډاراچوونکو په دغه بريد کې  څو تنه نور هم  شهيدان او د دغه ولايت د امنيه قوماندان  په ګډون يو شمېر نور ټپيان شول.
سيد سرور حسيني  له رسنيو سره داطلاع رسونې په برخه کې زيات کلونه همکاري وکړه او د پوځي  پېښو په تېره بيا  د کندزد امنيت د تامين او د پوليسو د فعاليتونو په   برخه کې فعال رول ولوباوه.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په داسې حال کې چې دغه ديو خويه  عمل په کلکه غندي، د لوى خداى (ج) له  دربارڅخه حسيني ، فيضي اود پېښې نورو شهيدانو ته  د فردوس جنت او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا هيله کوي او دغه راز د شهيدانو کورنيو ته د جيمل صبر اوجزيل اجر غوښتنه  کوي.
پاى \ع \ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.