دکاپي رايت دملاتړ دبورد کړنلاره تصويب شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  ١٠مه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارودمعين فاضل سانچارکي  په مشرۍ دمولف ، مصنف ، هنرمند او څيړونکي  ( کاپي رايت )  له حقوقو څخه  دملاتړ دبورد شپږمه غونډه نن جوړه شوه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې له خبرو او څيړنې وروسته دمولف ، مصنف ، هنرمند اوڅيړونکي ( کاپي رايت ) له حقوقو  څخه دملاتړ  دبورد کړنلاره بشپړه او دبورد دغړو له لوري تصويب شوه .
دغه کړنلاره  په دريو فصلونو اوڅوارلسو مادو کې برابره شوې ده او له تصويب او داطلاعاتواو فرهنګ دوزير  له منظورۍ وروسته نافذيږي .
دغه کړنلاره  دمولف _  مصنف ، هنرمند او څيړونکي  (کاپي رايت )  له حقوقو څخه دملاتړ دمقررې دپنځمې مادې د  ٢ فقرې دحکم پربنسټ وضع شوې ده.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين ټينګار وکړ چې ددغه بورد  موخه دمولفانو خپروونکو ، ليکوالو او دآثارو  درامنځته کوونکو شکايتونو او دعوا ته رسيدګي  ده چې آثار يې  لوټ اوياکاپي کېږي .
ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Monday, 02 September 2019 04:20
back to top