22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غالۍ پر مخ د انځورګری نندارتون جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د غالۍ پرمخ د انځورګری د بې سارو توليداتو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانیست.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دغه نندارتون کې ۱۰ آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون، مېرمن اکبري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ جوړ کړى دى.
پوهاند باوري د نندارتون د پرانیستلو په مراسموکې په لنډو خبروکې وويل:              اوسنى نندارتون متفاوت دى؛ ځکه دغه نندارتون هغې مېرمنې جوړ کړى دى چې په زياتو ستونزو سره، بیاهم په دې بريالۍ شوې ده چې په دې اقدام لاس پورې کړي.
د فرهنګ او هنر معين دغه راز په بېلابېلو برخوکې د هنر له ودې سره اړيکې ونيولې او ويې ويل چې ځوانان د هنر په وده او پرمختګ کې اساسي رول لري.
د نندارتون جوړونکې مېرمن اکبري وويل چې د غالۍ پرمخ انځورګري ډېره مهمه ده، په تېرو وختوکې د غالۍ پرمخ انځورګري نه کېده؛ خو په دغه نندارتون کې هغه غالۍ  نندارې ته وړاندې شوې دي چې د هغو پرمخ د انسان او طبيعت تصويرونه اوبدل شوي دي.
په پاى کې د ملي تياتر هنرمندانو تمثيلي ټوټه اجرا کړه او ورزشکارانو هم ورزشي نمايشات اجرا کړل.
پاى \ف \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.