13 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: مقننه قوه ياملي شورا په هېواد...

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

کابل/ د تلې ۲۱مه / باختر له بده مرغه په افغانستان...

 دپېښو دخطرونو  دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د "هېواد" ورځپاڼه ۷۰ کلنه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د "هېواد" ورځپاڼې د تاسيس اويايمه کاليزه نن د کابل په عامه کتابتون کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د غونډې په پيل کې د ورځپاڼو رييس فريد فرهنګ په لنډو خبرو کې وويل چې د "هېواد" ورځپاڼې له نن څخه ۷۰ کاله مخکې په خپرونو پيل وکړ او تر اوسه يې له هغو لوړو او ژورو سره چې لرلې؛ د هغې د کارکوونکو د هڅو په پايله کې په يوې ملي ورځپاڼې بدله شوې ده.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين فاضل سانچارکي  خبرې وکړې او ويې ويل چې د "هېواد" ورځپاڼه يوه له مهمو او ارزښتناکو دولتي ورځپاڼو څخه ده چې خپرونې يې په ١٣٢٨ لمریز کال کې د هېواد پياوړي شاعر او ليکوال استاد عبدالرووف بينوا پيل کړې او د تاريخ په اوږدوکې خپرونو يې د عامه ذهنونو په روښانولو کې ښې اغېزې لرلې .
سانچارکي زياته کړه: دغې ورځپاڼې د خپلو خپرونو په ۷۰ کلونوکې سترې وياړنې  ګتلې دي؛ کله هم د مقاماتو د بې مهرۍ وړ وګرځيده، خو سره له دې هم لوړې او ژورې يې په برياليتوب سره تېرې کړې.
سانچارکي دغه راز وويل: د دولتي ورځپاڼو د ديجيتلي چاپ لپاره هر اړخيزه طرحه  د ماليې وزارت ته وړاندې شوې ده چې له بده مرغه د ماليې وزارت و نه کړاى شول د دې طرحې په تطبيق کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي.
وروسته د جمهوررييس فرهنګي سلاکار زرين انځور د دولتي ورځپاڼو د ستونزو  د حل لپاره خپلې نظريې بيان کړې.
وروسته اکاډميسن سليمان لايق په "هېواد" ورځپاڼه کې خپلې خاطرې او کړنې بيان کړې.
د هغه د څرګندونوله مخې، هغه يو وخت په دې ورځپاڼه کې کار کړى و.
د باختر آژانس رييس نجيب الله "شينواري" چې يو وخت د "هېواد" ورځپاڼې رييس و؛ هم د دغې ورځپاڼې د کاري برخې د ستونزو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه:  هغه څه چې په ورځپاڼوکې چاپيږي؛ تلپاتي دي او د زيات وخت غوښتنه کوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسيون مرستيالې نجيبې مرام او د "هېواد" ورځپاڼې مسوول مدير احمد زلمي شهباز هم د "هېواد" ورځپاڼې د خپرونو په باب خبرې وکړې.
پاى \  ذ

Last modified on Tuesday, 03 September 2019 04:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.