28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پیام ريیس جمهور به مناسبت تجلیل از روز جهانی دسترسی به اطلاعات

کابل/ 7 میزان /باختر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، دسترسی به اطلاعات...

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې دطالبانو بريد شنډ کړى شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ١٦مه :
دپروان سيمه ييزو  مسوولينو نن په يو مطبوعاتي کنفرانس کې دسياه ګرد او شينواري په ولسواليو دطالبانو دپنځو بريدونو دشنډولو خبرورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دپروان  امنيه قوماندان محمد محفوظ  ولي زاده اودوالي وياندې وحيدې شهکار په يو مطبوعاتي کنفرانس کې په دغه ولايت کې دپوځيانو دلاس ته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل چې وسله والو طالبانوپنځه ځلې دسياګرد او شينواري په ولسواليو باندې بريدونه وکړل خوهرځلې دپوځيانو له سخت مقاومت سره مخامخ او په شاوتمبول شول او په وروستي بريد کې دخپل عمومي قوماندان په ګډون دپنځو طالبانو په وژل کېدو سره له ماتې سره مخامخ شول  اوله ساحې څخه يې  د تېښتې لاره غوره کړه
دپروان دوالي وياندې  وحيدې شهکار ددغه ولايت په ناامنو ساحو کې دعملياتو په بهير کې  دپوځيانوهمغږى يادونه وکړه اوددښمن دبريدونو دشنډولو په خاطر يې دپوځي منسوبينو ځواکمني وستايله .
  ختم_عطاالله_اکرم

Last modified on Saturday, 07 September 2019 12:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.