19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهنر دعالي شورا دمشرتابه هيئت غونډه جوړه شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دهنر دعالي شورا  دمشرتابه هيئت  په غونډه کې چې نن جوړه شوه دهنردجشن په جوړولو باندې ټينګار وشو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه دهنر دجشن دجوړولو ، دهنر دعالي شورا لپاره دويب سايت دجوړولو ، ددې شورا ددفتر لپاره دمناسب ځاى دبرابرولو ، دملي اوبين المللي بنسټونو دمرستې او ملاتړ دجلب اودهنري جايزو په خاطر دحکم هيئت  دانتخاب په باب خبرې وشوې .
دغه راز دهنر دعالي شورا دمشرتابه هيئت ددغو موضوعګانو په باب  دخپلو نظريو  وړانديز  او طرحو له وړاندې کولو وروسته دشورا دراتلوونکې غونډې  نيټه دروان کال دتلې دمياشتې لسمه وټاکله .
  ختم_ عطاالله_ اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.