17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد اجمل شاهپور: د ځوانانو روزنيز پارلمان د هېواد د ځوان نسل ترمنځ د رهبرۍ هويت د جوړښت ممثل دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور نن د ملګروملتو سازمان د وجهي صندوق دفتر د ځوانانو د برخې له کارپوهانو سره په کتنه کې د ځوانانو د روزنيز پارلمان د څلورمې دورې د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې دځوانانو چارو معين د ځوانانو د روزنيز پارلمان د څلورمې دورې جوړول د ځوانانو چارو معينيت د مشرتابه له مهمو کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او ويې ويل چې د ځوانانو روزنيز پارلمان د هېواد د ځوان نسل ترمنځ د مشرتابه هويت د جوړښت مثمل دى.
د ځوانانو چارو معين دغه راز د ځوانانو د روزنيز پارلمان د څلورمې دورې د جوړولو په اړوند د ملګروملتو سازمان د وجهي صندوق دفتر د ملاتړ غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې هلې ځلې کوي د ځوانانو روزنيز پارلمان دغه پړاو د هېواد په يو ولايت کې جوړ کړي چې د هېواد زياتو ځوانانو ته ګټور دي.
د ملګرو ملتو سازمان وجهي صندوق دفتر د ځوانانو د برخې کارپوه ډاکتر نورمحمد مراد د ځوانانو د روزنيز پارلمان د څلورم پړاو د لا ښه ترسره کولو لپاره د دغه دفتر د مالي او تخنيکي ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او د ځوانانو چارو د معينيت کارونه يې وستايل.
پاى \شکريه

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.