17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات په تاريخي ساحوکې د خپلسرو کورونو د جوړولو پر مخنيوي ټينګار وشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي په ممنوعه ساحوکې د خپلسرو ودانيو د جوړولو په مخنيوي کې د دولتي ادارو د مسوولينو پر جدي هڅو ټينګار وکړ.
د هرات والي د زاړه ښار د ښاري مديريت کمېسيون په پنځمه غونډه کې د دغه ټکي په بيانولو سره چې د خپلسرو ودانيو جوړول د زاړه ښار تاريخي هويت ته زيان رسوي؛ لارښوونه وکړه چې د هرات ښاروالۍ او د دغه ولايت د ښار جوړولو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه د پوليسو په همکارۍ په جدي توګه د قانون پرخلاف  د هر راز ودانيو د جوړولو مخه ونيسي.
په غونډه کې د هرات ښاروالۍ ته د اختيارالدين کلا د مسووليت د سپارلو طرحه چې د ښاروالۍ موظفين د عوايدو د راټولولو او د کلا د ساتنې او څارنې او له ارګ څخه د استفادې لپاره ګټور اقدامات ترسره کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کارکوونکي دې د موزيم مسووليت د پخوا په شان پرمخ يوسي؛ تصويب شوه.
ټاکل شوې ده ٢٠ تاريخي ساحې په همدې ډول له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه د هرات ښاروالۍ ته وسپارل شي.
د دغو آبداتو له عوايو څخه به د تاريخي څلو د ترميم او ساتنې لپاره استفاده وي.
د زاړه ښار د ښاري مديريت کمېسيون درې کاله وړاندې د افغانستان د جمهوري رياست د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د هرات د فرهنګيانو او سيمه ييزې ادارې له غوښتنې سره سم جوړ شو.
ختم-ج - اکرم

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.