23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فاضل سانچارکي د خوراکي توکو د امنيت د تامين او پر دې مسئلې د خلکو د پوهاوي پر ارزښت باندې ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٧مه  
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونوچارو د معين فاضل سانچارکي په مشرۍ نن د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي ورکولو د کاري ډلې نوولسمه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې له علمي او اکاډميکي بنسټونو، وزارتونو او دولتي ادارو څخه د تغذيې چارو د متخصصينو او کار پوهانو د پېژندنې  د اړتيا، د خوراکي توکو د امنيت کمېټې د ويب سايټ د جوړولو، د معلوماتي بستو د توليد (پروکشن) د وسايلو د پياوړتيا او سمبالښت، د اجندا د توضيح لپاره د ورکشاپ د جوړولو او د خوراکي توکو د امنيت او تغذيې د برخې د کارپوهانو او متخصصينو د اړتيا د پخوانۍ پرېکړې په اړوند خبرې وشوې.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين او د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي ورکولو د ډلې رييس فاضل سانچارکي، دغه ډله چې د خوراکي توکو د امنيت او تغذيې د چارو د عالي کمېټې په چوکاټ کې جوړه شوې ده؛ د ډلې د کار د چارو او د اړوندو ملي او بين المللي غړو او همکارانو د فعالې ونډې اخيستنې په ستاينې سره د خوراکي توکو د امنيت د تامين او پر دې مسئلې د خلکو د پوهاوي پر ارزښت ټينګار وکړ.
دغه راز سانچارکي د ( ننني افغانستان) د اوونيزې او د (اطلاعات روز)  ورځپاڼې له استازو سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ چې د هغه له مخې به دغه خپرونې د ډلې معلوماتي بستې خپاره کړي.
پاى \ ج\  ذ

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.