17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دځوانانو دچارو معينيت دهرات لپاره ستر پروګرامونه لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
د( له تاريخي ميراثونو  سره دځوانانو دبلدتيا  او دځوانانو ترمنځ دهمغږى فضا دبرابرولولپاره دفرهنګي تګلوري  ) تر عنوان لاندې پرون دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې  يوه غونډه جوړه شوه .
دغه غونډه دځوانانودچارو دمعين اودملکي هيئت ، دهرات دوالي ، دهرات داطلاعاتواوفرهنګ درييس ، مدني فعالانو او دهرات ديوزيات شمېر ځوانانو په ګډون ددغه ولايت داطلاعاتواوفرهنګ په رياست کې جوړه شوه
دهرات داطلاعاتواو فرهنګ رييس په دې غونډه کې وويل چې ځوانان ديوبل دښې پېژندنې لپاره ديوبل منلو ، همغږى او پيوستون  ته زياته اړتيا  لري او بايد هغه ټول لاسونه چې له ځوانانو څخه دناوړې ګټې  اخستې او  دبېلتون غوښتنې او دنفاق درامنځته کولو لپاره کار کوي  لنډ شي .
دهرات والي عبدالقيوم  رحيمي هم په دې غونډه کې څرګنده کړه  ځوانان ددې حق لري  چې په بېلابېلو  برخو کې دچارو دترسره کولو رهبري  هغوى ته وسپارل شي .
دهرات والي  په دې باور دى چې په ځوانانو کې د کار داجرا کولو او مديريت لپاره لوړ ظرفيت شتون لري .
په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين اجمل شاهپور  وويل چې افراطيت نن دځوانانو په حال کې شامل دى او له ټولنې څخه دغه قشر يې اغيزمن کړى دى او دا ډيره ستره ستونزه ده .
داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت معين ، هرات دهېواد يوله وياړلو ښارونو څخه وباله او ويې  ويل چې دځوانانودپيوستون اوهمغږى  پروګرام يې له هغه څخه پيل کړى دى .
دغه شان غونډې به دهېواد په نورو زونونوکې هم جوړې شي
شاهپور افراطيت  يو وارداتي فرهنګ وباله او ويې ويل چې قرباني يې  له بده مرغه ځوانان زغمي .
هغه ټينګار کوي چې دهغه دله منځه  وړلو لپاره بايد لاسونه يوبل ته ورکړى شي  چې دافراطيت جرړې وچې شي
بې وزلي ، وزګارتيا اوپه نشه يي توکو روږديتوب هم هغه نورې ستونزې دي چې دځوانانودچارودمعين په نظر ددې هېوادځوانان له خپل ستونې څخه تېر کړې دي  هغه څرګندوي  ټول مسووليت لري چې له دغوننګونوڅخه  دخلاصون لپاره عملي اقدامات وشي .
  ښوونې او روزنې ته دګڼ شمېر افغان نجونواوهلکانو نه لاسرسى هم له هغو مواردوڅخه و چې شاهپور ورته اشاره وکړه .
هغه ټينګاروکړ بايد په ګډه  هڅه وکړو چې دځوانانو ترمنځ يو والى پياوړى کړو ځکه ننني ځوانان پروني ځوانان نه دي ځوانان بايد دخپل حق دفاع وکړي  ځوانان بايد يوموتي شي او په ټولنه کې دځان دثابتولو لپاره ستر پروګرامونه جوړ کړي
دغه رازداطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين زيرى ورکړ چې دهرات دځوانانو لپاره به  ستر پروګرامونه ولري .
  ختم_عطاالله _اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.