18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې ساپۍ دکار په چارو کې په رښتنيوالى ، رونټيا او حساب ورکولو ټينګار وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ  له رييسانو سره په کتنه کې دکار په چارو کې په رښتينوالى ،  رونټيا او حساب ورکولو ټينګار وکړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  دسمنګانو ، سرپل ، بادغيس ، باميانو ، تخار ، هلمند او خوست دولايتونو  داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو  دخپلو فعاليتونو په اړوند  معلومات ورکړل  او دغه راز دترانسپورتي وسايطو دکمښت ،  داطلاعاتواوفرهنګ درياستونو لپاره دودانيو دجوړولو ،  دعامه کتابتونونو دجوړولو ، دتاريخي څلو دترميمولو اودزده کړيزو پروګرامونو دبرابرولو اودکارکوونکو لپاره  دظرفيت دلوړولو په اړوند خپلې غوښتنې او وړاندېزونه يې   داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت  له سرپرستې سره شريک کړل .
حسينې ساپۍ دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ درييسانو دفعاليتونو او کړنو له امله چې په ډيرو کمو امکاناتو سره  ښه کارونه يې  ترسره کړي دي ، په تېره بيا  دهېواد دخپلواکۍ دسلمې کاليزې دنمانځنې دپروګرامونو دجوړولو په لاره کې  ، مننه وکړه او دکار په چارو کې يې  په رښتينوالى  ، رونټيا او حساب ورکولو ټينګار وکړ .
دغه راز  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې دامکان ترپولې پورې  دهغوى دستونزو دلرې کولو او وړاندېزونو ته  درسيدګى په خاطر ددې وزارت  دپاملرنې ډاډ ورکړ .
ختم_ ف _اکرم

 

Last modified on Sunday, 22 September 2019 04:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.