18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهنيارې مصطفوي دپنجشيرداطلاعاتواوفرهنګ نوى رييس اړوندو منسوبينو ته وروپېژاند .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلې لومړى /باختر :
عبدالودود علي مردان دپنجشير  داطلاعاتواوفرهنګ نوى رييس وټاکل شو .
اوهغه نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمالي او اداري معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په واسطه دولايت دمرستيال  محمد امين صديقي ، دسنا مجلس د لومړي نايب محمد علم ايزديار  ، دادارو درييسانو او مخورو په ګډون په يوه غونډه کې اړوندو کارکوونکو ته وروپېژندل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې پوهنيارې مصطفوي  ټاکنې اوبدلونونه يو اصل وباله او دپنجشير  داطلاعاتواوفرهنګ نوي رييس ته يې دبرياليتوب هيله وکړه .
مخکې له دې غلام رسول دپنجشير داطلاعاتواوفرهنګ رييس  و .
دغه راز پوهنيارې  مصطفوي په داسې حال کې چې دولايت دمرستيال محمد امين صديقي ، دسنامجلس دلومړي نايب محمد علم ايزديار ، دادارو درييسانو او مخورو له لوري يې ملګرتيا کېده .  دعنابې ولسوالۍ  دشتک سيمې ته لاړ او ددغه ولايت عامه کتابتون يې پرانست .
دغه کتابتون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٢٥ ميليونو افغانيو په لګښت په درې جريبه ځمکه کې په يوه پوړ  کې په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې ده .  چې دوه سالونونه ، شپږ اداري خونې ، تشناب او نور اړين ملحقات لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 24 September 2019 03:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.