20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ: د کار ثمره هغه وخت ګټوره ده چې د هرې ځانګړې موخې لپاره ښه پروګرام جوړ شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلې ٣مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د لرغونپېژندنې او د هوټلونو تصدۍ رياستونه وکتل او د دغو رياستونو کړه وړه يې وڅېړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه وزارت د اړوندو رياستونو او بنسټونو د څېړنې په لړکې د چارو د ښه والي، د لا زياتې رونټيا د تامين او د کار په وړاندې د پرتو ستونزو د لرې کولو په موخه نن د لرغونپېژندنې او د هوټلونو تصدۍ رياستونو کړه وړه وڅېړل او د دغو رياستونو د مسوولينو او کارکوونکو غوښتنې يې واورېدې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دې څېړنې په بهيرکې لومړى د لرغونپېژندنې رياست وکوت او په يوه ناسته کې د دغه رياست مسووليو او کارکوونکو د خپلو کړنو او لاس ته راوړنو په اړوند معلومات ورکړل.
په ناسته کې د لرغونپېژندنې رياست د کيندنو برخې آمر خيرمحمد خيرزاده د دغې ادارې د بېلابېلو برخو د کړو وړو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې د کيندنو په پايله کې د عينکو د مسو له ساحې څخه د سکو، کوچنيو مجسمو ( تيراکوتا) خټينو لوښو او د ډولي شيانو په ګډون څه دپاسه  ٣٥٠ تاريخي آثار ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې له دې جملې څخه ١٠٥ قلمه يې ثبت او راجستر شوي او ملي موزيم ته د لېږدونې لپاره چمتو دي.
هغه زياته کړه چې همدا اوس د لرغونپېژندنې رياست مسلکي ډلې په پروان، کاپيسا، ننګرهار، قندهار، غزني او لوګرکې د کيندنو په کار بوخت دي.
همدارنګه د دغه رياست کارکوونکو د خپل کار پر وړاندې پرتې ستونزې او غوښتنې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
حسينې ساپۍ د دغه رياست د منسوبانو کړه وړه وستايل او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوندو رياستونو او بنسټونو د څېړنې موخه، د چارو ښه والى، زياته رونټيا، د ادارې د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، خنډونو او ناخوالو لرې کول او د مسوولينو او کارکوونکو د ستونزو او غوښتنو حل کول دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه بنسټ بېلابېلې برخې وکتلې او د هغوى د ستونزو اوغوښتنو د حل ډاډ يې ورکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د هوټلونو تصدي وکتله او په يوه ناسته کې د هوټلونو تصدۍ لوى رييس ذبيح الله احسان د نورو کارکوونکو په استازيتوب د دغه رياست د کړنو اولاس ته راوړنو په اړوند معلومات ورکړل.
د دغه رياست مسوولينو او کارکوونکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې پاملرنې مننه وکړه او ويې ويل چې د اړوندو ادارو له کارکوونکو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه ملاتړ او هڅونه په اړوندو چاروکې د کارکوونکو د زياتې لېوالتيا سبب کېږي.
هغوى ژمنه وکړه چې په خپلو چارو کې له پخوا زياتې هڅې کوي.
حسينې ساپۍ له دې امله چې د دغې ادارې منسوبان له جدي او زياتو ستونزو سره مخ نه دي؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د کار ثمره هغه وخت ګټوره وي چې د مشخصې موخې پروګرام په ښه توګه جوړ شي او ټول دغې موخې ته د رسېدو لپاره په همغږى سره هڅه وکړي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرستې  ټينګار وکړ چې د هوټلونو تصدۍ رياست بايد د خپل پنځه کلن پلان او د لنډ مهالو او اوږدمهالو پروګرامونو په ترتيبولو کې هڅه وکړي چې په راتلونکې کې هم له ستونزو سره مخ نه شي.
ختم- عطاالله -اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.