18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونونه پيل کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم...

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د ننګرهار د کرنې او اوبو...

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د اتل قول اردو قوماندان وايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ : موسيقي د افغانستان د خلکو د فرهنګ يوه ارزښتناکه برخه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ دتلې ٤مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د موسيقۍ رياست وکوت او د دغه رياست د منسوبينو د کار او فعاليت چارې يې وڅېړلې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د دغې څېړنې په بهيرکې د موسيقۍ رييس محمد احسان عرفان د دغه رياست د بېلابېلو برخو د فعاليتونو او کړنو په اړوند معلومات ورکړل.
همدارنګه د دغه رياست د بېلابېلو برخو مسوولانو او کارکوونکو د موسيقۍ د وسايلو او د اړتيا وړ امکاناتو د کمښت، انترنټ ته د نه لاسرسي، د پروډکشن لپاره د لازمو تجهيزاتو او مناسب ځاى د نشتوالي له پلوه خپلې ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
حسينې ساپۍ د موسيقۍ رياست بېلابېلې برخې وکتلې او د دغه رياست  له مسوولانو  او کارکوونکو سره په غونډه کې يې د هغوى کړه وړه چې د لازمو امکاناتو له نشتوالي سره سره يې په ژمنې او لېوالتيا سره په ښه توګه خپل کارونه ترسره کړي دي، وستايل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې موسيقي د افغانستان د خلکو د فرهنګ يوه ارزښتناکه برخه ده او خلک د موسيقۍ له لارې خپلې خوشحالۍ په ښه توګه څرګندوي او نمانځي يې.
هغې وويل چې تر اوسه پورې د موسيقۍ په برخه کې د پاملرنې وړ کار نه دى شوى   او د موسيقۍ هنر د ودې او پياوړتيا لپاره به، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پرمختيايي بودجه کې پيسې په پام کې ونيسي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې د موسيقۍ رياست بايد عايداتي او پرمختيايي طرحه  چمتو کړي او له وزارتونو اونورو بنسټونو سره په همغږۍ کې، د موسيقۍ پروګرامونو د اجرا کولو له لارې عايد ترلاسه کړي.
پاى \ ف \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.