18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ: ټول هېوادوال په تېره بيا ښځې دې د راى ورکولو په بهيرکې ونډه واخلي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د شهيد سردار محمد داوود خان عالي ليسې د راى ورکولو په مرکزکې د خپلې رايې د کارولو په وخت کې د افغانستان له ټولو خلکو په تېره بيا ښځو څخه وغوښتل چې د راى ورکولو په بهيرکې دې کارنده ونډه واخلي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل: ما د خپلې رايې له حق څخه ګټه واخيسته او د هېواد له ټولو وياړلو او هېوادپالو خلکو په تېره بيا ښځو، خويندو او ميندو څخه هيله لرم چې په دغه ملي بهيرکې ګډون وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې زياته کړه: لکه څنګه چې ښځو تر اوسه په ټولو مبارزو او ملي بهيرونوکې ګډون کړى دى؛ نن هم يوه تاريخي ورځ ده، راشئ   او د خپلې رايې له حق څخه ګټه واخلئ چې د يوه پرمختللي او مترقي افغانستان شاهدان واوسو.
حسينې ساپۍ دغه راز تينګار وکړ چې د جمهوري رياست انتخاباتو په ملي بهيرکې  بايد د هېواد ټول خلک په تېره بيا ښځې کارنده ونډه واخلي او د خپل نظر وړ کانديد ته رايه ورکړي.
ختم – ف -  اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.