د هرات تاريخي څلي او زوړ ښار د فرهنګي مسوولينو د پاملرنې په مرکز کې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٤مه / باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د ستر جامع جومات، زوړ ښار او چهارسو د بيلابيلو برخو په کتنه کې د تاريخي څلو د ساتنې او څارنې او په تاريخي او ممنوعه ساحوکې د خپلسرو ودانيو د جوړولو د مخنيوې په اړوند د فرهنګي مسوولينو له فعاليتونو سره   خپل جدي ملاتړ اعلام کړ.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان د هرات ولايت د رهبرۍ د ښه نيت او همکارۍ مننه وکړه او په زاړه ښارکې يې د يوشمېر فرصت طلبو کسانو خپلسريو ته په اشارې سره په زاړه ښارکې د يو ١٠٠ کلن څلي د ويجاړېدو اړه   انديښنه څرګنده کړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټينګار کوي چې د ولايت د مشرتابه له ملاتړ د ښاروالۍ، ښار جوړولو او پوليسو له همکارۍ پرته د خپلسرو کورونو د جوړولو مخنيوي ناشونى دى.
د هرات والي د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس او يوشمېر فرهنګي مسوولينو سره په زاړه ښارکې د يو لرغوني کور د ويجاړولو سيمه هم وکتله او اړوندو مسوولينو ته يې د جدې څارنې لارښوونه وکړه.
سره له دې چې دغه کور ١٠٠ کاله لرغونتيا لري، خو خاوند يې د ښاروالۍ او د فرهنګي مسوولينو له اجازي او نقشې پرته د دغه کور په ويجاړولو اقدام کړى دى .
د هرات والي همدارنګه د هرات ښار د ستر جامع جومات په بامونوکې د خښتو د ايښودلو بهير او د کاشي جوړولو کارخانه هم وکتله.
پاى \ج \ذ

Last modified on Sunday, 06 October 2019 12:13
back to top