14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې ساپۍ د غزني له ځوانانو سره په کتنه کې: د چارو په ښه والي کې د ځوانانو رول ارزښتناک دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٤مه/ باختر
د غزني ولايت يو شمېر ځوانانو او فرهنګي فعالانو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت        له سرپرستې حسينې ساپۍ سره په کتنه کې خپلې ستونزې طرحه کړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې عصمت الله تره کي د غزني ولايت د فرهنګي فعالو ځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل: غزنى له هغو ولايتونو څخه دى چې لرغونى بډاى فرهنګ لري، دغه فرهنګي لرغونتيا او همدارنګه د تاريخي آبداتو شتون دغه ولايت ته زيات ارزښت ورکړى دى او بايد د غزني بيا رغاونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه د غزني ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې او د دغو ستونزو په لرې کولوکې يې د دولت په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د چارو په اصلاح او ښه والي کې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله او د فرهنګي چارو په ترسره کولوکې يې د غزني د ځوانانو ښې ولولې او خوځښت وستايه او ويې ويل: په ټولو ولايتونو او په تېره بيا غزني کې د بيا رغاونې کارونه ترسره شوي دي، خو هغه څه چې بايد منعکس شوي واى؛ نه دي منعکس شوي.
هغې ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طرحه شويو ستونزو په لرې            کولو کې همکاري کوي.
پاى \ ج\  ذ

Last modified on Monday, 07 October 2019 04:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.