په باميانو کې دفرهنګي ميراثونو ساحې پاکې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
په باميانو کې دنړۍ دفرهنګي ميراثونو ساحې پرون  په يو عمومې اشر کې له کثافاتو څخه پاکې شوې .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دغه اشر  دافغانستان لپاره دکار او توسعې دموسسې له خوا دباميانو داطلاعاتو اوفرهنګ درياست او درضاکارو ځوانانو  په  همکارۍ دبودا په ساحه کې ترسره شو.
دباميانو داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  داطلاعاتو امر سيداحمد حسين احمدپور چې په دې  اشر کې يې ګډون کړى و وويل چې،  اشر خپله يو ډله ييز پيغام دى او سيلانيانو او دباميانو خلکو ته دغه پيغام رسوي  چې دفرهنګي ميراثونو دساحو ساتنه اوپاکول  نه يوازې دباميانو داطلاعاتو اوفرهنګ درياست ،  سيمه ييز حکومت اود اړونده بنسټونو
مسووليت دى بلکې هر افغان وګړى او سيلانيان دفرهنګي ميراثونو دساتنې اوپاکولو په وړاندې مسووليت لري .
ده د باميانو له خلکو او  ځوانانو  اوسيلانيانو څخه  وغوښتل چې دباميانو دفرهنګي ميراثونو دساحو په پاکولو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ له رياست سره همکاري وکړي او دګرځندوى ساحو دپاک ساتلو په وړاندې خپل هېوادونى مسووليت ترسره کړي .
پاى\ ج \ذ

 

Last modified on Wednesday, 09 October 2019 11:01
back to top