اطلاعاتو ته دلاسرسي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
داطلاعاتو ته دلاسرسي  کمېسيون ،اطلاعاتو ته دلاسرسي نړيواله ورځ نن په کابل کې ونمانځله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين  فاضل سانچارکي  ددولتي او   خصوصي رسنيزو بنسټونو ديوشمېر مسوولانو او دغه راز ديوشمېر بهرنيو  ميلمنو په  ګډون  د حکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوه  اطلاعاتو ته دلاسرسي  دکمېسيون رييس عين الدين بهادري  ددغه کمېسيون د  جوړولو ، کړنو او فعاليتونو د اړتيا په اړوند معلومات ورکړل  او څرګنده يې کړه  چې دلومړي ځل لپاره   اطلاعاتو  ته دلاسرسي قانون دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني په واسطه توشيح شو.
بهادري وويل چې اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون دمحتوا له نظره په نړيوالې درجه بندۍ کې لومړى مقام خپل  کړى دى  اوپه دې برخه کې  يې  ديوشمېر جګپوړو  دولتي مسوولانوپه تېره بيا د هېواد  له جمهوررييس  او د جمهوري رياست له مرستيال  استاد  سرور دانش څخه مننه وکړه  .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي په خبرو کې  ددې ترڅنګ  چې  اطلاعاتو دلاسرسي دنړيوالې ورځې له امله  رسنيزو کارکوونکو او دهېواد خلکو ته مبارکي وويله  زياته يې کړه :  په تېرو  پېنځو کلونو کې دملي يووالي  حکومت په دوران کې اطلاعاتو ته دلاسرسي لپاره دمناسبو زمينو او امکاناتو دبرابرولو ، دخبريالانو دحقوقو ددفاع ، دتاوتريخوالي ددوسيو دڅيړنې ، اواطلاعاتو ته دلاسرسي دتفسير لپاره د ټولو لازمو زمينو دبرابرولو په لاره کې ډير مهم  او اساسي ګامونه اخيستل شوي دي .
هغه اطلاعاتو ته دلاسرسي د قانون توشيح  او دغه راز دحکومت او رسنيو د ګډې کمېټې جوړول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ديو بې بديل بنسټ په توګه وباله .
وروسته په افغانستان کې دملګروملتودسازمان دسرمنشي  دځانګړي استازي مرستيال  توبي لنزر اطلاعاتو ته دلاسرسي په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل ؛ چې معلوماتو ته لاسرسى يو بشري حق دى  او د روڼتيا او دموکراسۍ لپاره زمينه برابروي .
هغه دغه راز اطلاعاتو ته دلاسرسي له کمېسيون سره دملګروملتو دسازمان ملاتړ څرګند کړ.
دافغانستان دبشردحقوقو  دخپلواک کمېسيون مرستيال محمد نعيم نظري  او دافغانستان دروڼتيا دبنسټ دسازمان مرستيال  ناصرتيموري هم په ترتيب سره اطلاعاتو ته دلاسرسي دارزښت په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل ؛ چې اطلاعاتو ته دلاسرسي په نشتوالي کې دبيان ازادي بي مفهومه کېږي او نشو کولاى ددموکراسۍ خبرې وکړو.
هغوى ټينکاروکړ چې  اطلاعاتو ته دلاسرسي دخلکو ملکيت دى اوبايد خلک په هغو  لاسرسى ولري.
ددغې غونډې په دويمه برخه کې ،  دخليل جيحون  په چلوونې ، اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسيون دمرستيالې نجيبې مرام ، دنى  يا په افغانستان کې دآزادو رسنيو دملاتړې ادارې اجرايي رييس مجيب خلوتګر، له ژورناليستو ښځو سره د ملاتړ دمرکزمسوولې فريدې نيکزاد او دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  وياند اکبررستمي په  ترتيب سره  اطلاعاتو ته دلاسرسي فرهنګ په پياوړتيا، په اطلاعاتو دلاسرسي ، څيړنيز او دڅيړنيز ژورناليزم ، اطلاعاتو ته دلاسرسي فرهنګ په پياوړتياکې درسنيو درول ،  اطلاعاتو او څيړنيز ژورناليزم ته دلاسرسي ، اطلاعاتو ته دلاسرسي او دفرهنګي چلنجونو او دغه راز  داطلاع رسوني دمسوولو مراجعو درول او مسووليتونو په اړوند  توضيحات ورکړل.
پاى \ ف\ ذ

back to top