11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې ۴ ماشومان شهیدان شول

کابل / دلېندۍ۲۰ /باختر څلور ماشومان پرون مازیګر په...

په بګرام کې چاودنه وشوه

کابل / د لېندۍ٢٠مه / باختر : د بګرام دهوايي ډګر...

د هوا حالات

کابل / دلېندۍ ٢٠مه / باختر د هوا پوهنې ادارې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګرکې د خبريالانو ستونزې وڅېړل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
د خبريالانو د خونديتوب کمېتې په غونډه کې چې پرون په لوګرکې وشوه؛ د خبريالانو د ستونزو په اړوند خبرې وشوې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي له رسنيو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د رسنيو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په اوسنيو شرايطوکې دې  ملي ګټې په پام کې ونيسي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل له سيمه ئيزو او ملي رسنيوڅخه په هېواد کې د جمهوري رياست انتخاباتو بهير د خبري پوښښ له امله قدرداني وکړه.
د لوګر د آزادو ژورناليستانو ټولنې رييس نورالله ستانکزي د رسنيو او خبريالانو د ستونزو په اړوند خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې رسنۍ سره له دې چې د ارزښتناکو پروګرامونو او خبرونو په خپرولوکې خلکو ته ارزښتناکې هڅې کوي؛ خو له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه په لوګرکې له رسنيو سره د همکاريو غوښتنه وکړه.
ختم- سعيده - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.