18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپټې خزانې دتاليف د درې سويمې کاليزې دسيمينار دجوړولو کمېسيون غونډه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
دپټې خزانې کتاب  دتاليف ددرې سويمې کاليزې دنمانځنې سيمينار د جوړولو کمېسيون  نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر  دمعين پوهاندمحمدرسول باوري په مشرى  غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغونډې په پيل کې  پوهاند باوري  په لنډو خبرو کې وويل:داطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوه اساسي دنده د هېواد دتاريخي آثارو معرفي کول دي . او پټه خزانه  يو تاريخي اثر دى .
هغه وويل : په دغه سيمينار کې هلې ځلې کېږي  چې ددغه ګران بيې اثر تاريخي  جرړې  وڅيړل شي .
وروسته  په المان کې دافغانستان سفير  سيد نعمت الله ثاير خبرې وکړې او ويې ويل  چې دبرلين په کتابتون کې د اسرار الا فاغنه په نامه کتاب موجود دى او په هغه کې دپټې خزانې په اړوند زيات معلومات شتون لري .
ښايي  چې ددغه کتاب يوه کاپي دالمان دبهرنيو چارو دوزارت له لارې دسيمينار دجوړونکو په واک کې ورکړو .
وروسته  برخه والو ددغه سيمينار دلاښه جوړولوپه اړوند  خبرې اترې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 13 October 2019 13:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.