18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : ٦ وسله وال طالبان...

دهرات ښار نظم جوړېږي .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په نږدې راتلونکې کې دهرات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سارک فرهنګي مرکز، په سېمه کې د فرهنګي ارزښتونو ساتلو او د عدم تشدد فلسفې د فرهنګ ترویج ته ژمن دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر 
د جنوبي آسيا د همکاریو سازمان (سارک) د فرهنګي مرکز د مدیره پلاوي ١١مه کلنۍ ناسته په سرېلانکا کې د روان ميلادي کال د اکټوبر له ۱۶ مې تر ۱۷ مې پورې ترسره شوه.
دا ناسته چې د سارک د ټولو اتو غړو هېوادونو(افغانستان، بنګله دېش، سرېلانکا، هندوستان، پاکستان، نيپال، مالديف او بوتان) استازو پکې برخه اخیستې وه، مشري یې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ ریيس عبدالمقیم افغان کوله.
په ناسته کې د سارک د فرهنګي مرکز د تېر کال کړنې وارزول شوې او د چارو د لاسمون او همغږۍ په موخه د مرکز له مسوولینو سره لازمې سپارښتنې شریکې شوې. دغه راز د راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال لپاره د فرهنګي مرکز فعالیتونه مشخص شول او بودجه ورته ځانګړې شوه.
د ناستې غړو او مشر ټينګار وکړ چې د سیمې په کچه دې د فرهنګي ارزښتونو د پېژندلو او ساتلو چارې همغږې او زیاتې شي او په سيمه کې له روان تاوتریخوالي او زور زیاتي سره د مبارزې په برخه کې دې فرهنګي هڅې ګړندۍ شي.
د مدیره پلاوي غړو همدارنګه په سرېلانکا کې د فرهنګي مرکز لپاره د ودانۍ د جوړولو د کار بهير وکوت او د سرېلانکا له حکومت څخه یې په مننې سره چې د دغه مرکز لګښت ورکوي؛ هیله وکړه چې د مرکز ودانیزې چارې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
د فرهنګي مرکز د مدیره پلاوي په ناسته کې همدا راز پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به د لرغون پېژندنې او د لرغونو میراثونو د مدیریت ورکشاپ او له تاوتریخوالي سره د مبارزې (عدم تشدد)‌ ورځ نمانځل کېږي.
پاى - ذ

 

Last modified on Saturday, 19 October 2019 07:32

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.