21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د ښځو پر وړاندې د...

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

- کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر ناپېژاندو وسله والو کسانو...

 د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د وسله والو طالبانو له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې هڅې او د اسلام د ستر پیغمبر لارښوونې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / د لړم ۱۶ مه/ باختر
افغانان او همدارنګه د نړۍ ټول مسلمانان د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نېکمرغه میلاد نمانځنې ته تیاری نیسي. افغانان د یو ژمن ملت په توګه په داسې وخت کې دغه بختوره ورځ نمانځي چې هم دننه په هېواد کې او هم له هېواده بهر د سولې هڅو زور اخیستی دی. سولې ته د رسېدو هڅې د لوی خدای (ج) د نازولي پیغمبر (ص) له لارښوونو سره بشپړ سمون لري.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د نبوي (ص) لارښوونو په رڼا کې دغو هڅو ته کتنه کړې ده او لیکي:
اسلام د سولې دین دی، د پخلاینې دین دی، د اعتدال دین دی. په اسلام کې تاوتریخوالی، زورزیاتی، لوټل او وژل نشته. هر هغه څوک چې دغه اعمال ترسره کوي، یا خو د اسلام له رښتینیو لارښوونو او سپارښتنو خبر نه دي او که خبر دي نو بیا په لوی لاس د اسلام تر نامه لاندې اسلامي ضد کړنې ترسره کوي او اسلام بدناموي.
که موږ د پیغمبر(ص) ژوند له پیله تر پایه مطالعه کړو، نو ګورو چې هغه تل خلک ګډ سوله ییز ژوند، له یو بل سره مرستې او همکارۍ ته بلل، له تاوتریخوالی یې کرکه لرله او ټول مسلمانان یې سره ورونه ګڼل. هغه د الهي لارښوونو په رڼا کې د اسلامي تمدن بنسټ کېښود او ټولو ته یې د ګډ سوله ییز ژوند پیغام ورساوه.
نن افغانان د سولې په لټه کې دي او سوله د ټولو خلکو ستر ارمان دی. که موږ غواړو دې خونړۍ جګړې ته یو ځل او د تل لپاره پای ورکړو، نو د حل لارې باید زموږ په ملي او دیني ارزښتونو کې ولټوو، موږ باید د حل وطني لارې راوباسو او د یو ژمن ملت په توګه هېواد د جګړې د تورې بلا له خولې وژغورو.
دا یوه ستره ملي اړتیا ده چې د سولې، پخلاینې، ګډ سوله ییز ژوند، مرستې او همکارۍ په اړه د اسلام د ستر پیغمبر(ص) لارښوونې خلکو او په تېره بیا هغوی ته چې په ناخبرۍ کې د اسلام تر نامه لاندې جګړه کوي او نه پوهېږي چې دا جګړه یې له اسلامي لارښوونو سره اړخ نه لګوي، ورسول شي، د اسلام سپېڅلي دین سوله ییز پیغام خلکو ته تشریح شي او پر پخلاینې ټینګار وشي.
په دې برخه کې ټول نقش او مسوولیت لري، خو په ځانګړي ډول زموږ دیني علما باید دغه ستر ملي او دیني مسوولیت ته اوږه ورکړي او د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
دغه راز رسنۍ هم ستر مسوولیت لري چې د اسلام سوله ییزې لارښوونې او د اسلام د ستر پیغمبر (ص) اخلاق چې ټول بشریت ته یوه بېلګه او نمونه ده، تشریح کړي او په دې اړه ځانګړي پروګرامونه خپاره کړي.
د اسلام ستر پیغام دا دی چې دا د سولې دین دی، نه د جګړې، د ژغورنې دین دی، نه د وژنې، د دوستۍ دین دی،نه د کرکې او دښمنۍ.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.