21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د ښځو پر وړاندې د...

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

- کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر ناپېژاندو وسله والو کسانو...

 د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د وسله والو طالبانو له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبرتيا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ د لړم ١٦مه/ باختر  
د ميلادالنبي (ص) د اوونۍ په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د افغانستان ټولو مسلمانو خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د عالي مقام له حکم سره سم، ټاکل شوې ده سږ کال ميلادالنبي (ص) په يوه اوونۍ کې ونمانځل شي او درناوي يې وشي او د دغه مناسبت په نمانځنه کې بېلابېل پروګرامونه ترلاس لاندې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې وسيله له ټولو درنو رسنيو څخه غوښتنه کوي چې د ميلادالنبي (ص) د اوونۍ د نمانځنې د پروګرامونو او مراسمو په پوښښ سره  خپله نشراتي محتوا له دغو مبارکو ورځو او د افغانستان د مسلمانو خلکو له ديني شؤنو سره سمه عياره کړي او دغه مناسبت ته د ځانګړو پروګرامونو په اختصاص کې هڅه او هاند وکړي.
هيله لرو د دغو بختورو ورځو په درناوي او د آنحضرت (ص) د شخصيت او سيرت له مخې الله تعالى (ج) سراسري سوله او امنيت د افغانستان د ځورېدلو خلکو په برخه کړي.
د اسلام د ستر پيغمبر(ص) نېکمرغه ميلاد دې يو ځل بيا ټولو ته مبارک وي.
پاى \ف\ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.