21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي : درسنيو پرخلاف دګواښ له زياتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دهغو ورځ په ورځ  زياتيدونکو ګواښونو په وړاندې چې په هېواد کې دبيان ازادي او دمطبوعاتو اورسنيو کارکوونکو ته متوجه شوې دي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه .
باختراژانس ته دهېواد دپخواني جمهور رييس  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې،حامدکرزي دسياسي مسئلو اودنورو موارودتحليلګرانوپرخلاف وروستيو  وسله والو برېدونو ته په اشارې سره  چې په هېواد کې دبيان دازادى دزندۍ کولو څرګندوي دي وويل: دبيان ازادي  او له دغه اساسي  حق څخه دګټې  اخستنې په کار کې دخلکو مصوونيت ته پاملرنه په وروستيو کلونو کې دافغانستان يوه بنسټيزه لاس ته راوړنه ده او په هغو هېوادوالو بريدچې له خپلو حقوقو څخه ګټه اخلي  دخلکو  دازادى په وړاندې  يوډير جدي ګواښ دى .
  دافغانستان خلک تر هر راز شرايطو لاندې دخپلوحقوقو اوازاديو دفاع کوي اودهغو دژورتيا او پراختيا غوښتوونکي دي .
  پخواني جمهور رييس زياته کړه : ( دبيان دازادى  ساتنه او دهېوادوالو دامنيت تامينول دهېواد دامنيتي بنسټونو اصلي دندې  دي  (  دافغانستان خلک ددې حق لري چې له قانون څخه دسرغړونې اودبي عدالتي په وړاندې او دغه راز په هېواد کې ددايمي سولې دتامينولو لپاره چې دافغانستان دخلکو لپاره حياتي مسئله ده دخپل اعتراض غږ پورته کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.