11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې ۴ ماشومان شهیدان شول

کابل / دلېندۍ۲۰ /باختر څلور ماشومان پرون مازیګر په...

په بګرام کې چاودنه وشوه

کابل / د لېندۍ٢٠مه / باختر : د بګرام دهوايي ډګر...

د هوا حالات

کابل / دلېندۍ ٢٠مه / باختر د هوا پوهنې ادارې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ : داطلاعاتواوفرهنګ رييسان دخپل کار په چارو کې بايد رونټيا اوحساب ورکولو ته زياته پاملرنه وکړي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې نن ديوشمېر ولايتونو داطلاعاتواو فرهنګ  له رييسانو سره په يوه غونډه کې  دهغوى دکار په چارو کې  په رونټيا او حساب ورکولو باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې په داسې حال کې چې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دبشري منابعو  ، پلان اوپاليسۍ ، مالي او اداري رييسانوهم ګډون درلود،  دفارياب  ،  بغلان ، پکتيا ، لوګر ، او دميدان وردګو  دولايتونو داطلاعاتواوفرهنګ رييسانو دخپل کار دلارې پرسر پرتې ستونزې  او غوښتنې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره  شريکې کړې .
هغوى  دتشکيل ، بودجې او دترانسپورتي وسايطو کمښت ، دګرديز بالاحصار دويجاړيدومخنيوي ته پاملرنه ، په بغلان کې  دموزيم او په ميدان وردګو کې  دکتابتون جوړول او دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ درياستونو دمسوولانو او کارکوونکو لپاره دلوړو زده کړو  دفرصتونو او دزده کړييزو پروګرامونو برابرول په خپلو ولايتونوکې له ضروري مواردو څخه  وبلل .
  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې داطلاعاتواوفرهنګ درياستونو کړه وړه وستايل  او ولايتونو ته يې  ددغه وزارت دپاملرنې ډاډ ورکړ . او زياته يې کړه چې دامکان په پوله کې به  دهغوى غوښتنو اوستونزو ته پاملرنه وشي .
دغه راز حسينې ساپۍ  ټينګار وکړ چې  داطلاعاتواوفرهنګ رييسان  دخپل کار په چارو کې بايد  صداقت ، رونټيا او حساب ورکولو ته  زياته پاملرنه وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Monday, 11 November 2019 03:57

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.