09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
د میرزاخان انصاري د څلورسوم تلین په مناسبت د علومو اکاډمۍ علمي – څېړنیز سیمینار ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام
افغانستان د خپل تاریخ له ډېر حساس او خورا پېچلي پړاوه تېرېږي. په هره برخه کې ګڼې ستونزې او ناخوالې تر سترګو کېږي او دا ستونزې او ناخوالې د افغانانو د نظام جوړونې ، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پرمختګ هوډ او یون ټکنی کوي. یوه له دغو ستونزو او ناخوالو زموږ د تېر تاریخ د تجربو، لوړو ژورو او په ځانګړي ډول کلتوري ارزښتونو بابیزه ګڼل او یا هم په بشپړ ډول د هغوی له پامه غورځول دي. په هر ډول سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې باید د تاریخي تسلسل اصل له پامه ونه لوېږي. له دې پرته، د نسلونو تر منځ اړیکې شلېږي، د ارزښتونو تشه رامنځ ته کېږي او نوی نسل د نړیوالتیا په اوسنیو شرایطو کې خپله لاره ورکوي او د ارزښتونو او ان هویت په لټه کې سرګردانه کېږي.
دا د افغانستان د ټولو پوهانو، څېړونکو، فرهنګیانو او سیاستوالو دنده او مسوولیت دی چې دغه مهم او برخلیک ټاکونکي  اصل ته کلکه پاملرنه وکړي، د افغانستان د تاریخ نومیالي، سیاسي او ټولنیز خوځښتونه، غورځنګونه او همدارنګه کلتوري ارزښتونه نوي نسل ته وروپېژني. په دې لړ کې، د روښاني غورځنګ، د دغه غورځنګ د نوښتګر اوبنسټګر بایزید روښان او د هغه د پلویانو او لارویانو او همدارنګه له هغوی د راپاتي ستر کلتوري او ادبي میراث هراړخیزه پېژندنه یوه ستره اړتیا ده. د روښانيانو یوه ستره ځانګړنه دا ده چې د دوی غورځنګ د نورو ګڼو حرکتونو په څېر یواړخیزنه و، بلکې ګڼ اړخونه یې لرل: سیاسي، عرفاني، تصوفي، فرهنګي، ادبي او همدارنګه پوځي. دغو ولسونو څلور څلورنیم سوه کاله وړاندې یو منسجم غورځنګ لاره چې د هغه مهال د ټولنې د ټولو برخو لپاره یې منظم هراړخیز پروګرام جوړ کړی و. همدغې بې سارې ځانګړتیا روښاني غورځنګ ته د افغان ولس په سیاسي او فرهنګي تاریخ کې ځانګړی ځای او مقام ورکړی دی. د هغه له مطالعې او پېژندنې پرته زموږ د ولسونو تاریخي او کلتوري تسلسل شلېږي او نیمګړی پاتې کېږي. د روښاني غورځنګ او د بایزید روښان د افکارو او باورونو د پېژندنې لپاره د مېرزاخان انصاري پېژندنه ضروري ده.  د دولت لواڼي په وینا (میا روښان د  پوهې ښهر، دی یې ورو).  مېرزا خان انصاري د روښاني غورځنګ یو بې جوړې مبلغ او د دولت خان لواڼي په وینا د خپل  وخت تر ټولو ښه شاعر و. د ده د افکارو او باورونو، فلسفي او عرفاني نظریاتو پېژندنه د روښانیانو په  هراړخیزه پېژندنه کې مرسته کوي.
د  ویاړ ځای دی چې د علومو آکاډمۍ د مېرزاخان انصاري د څلورسوم تلین په مناسبت دغه علمي – څېړنیز سیمینار رابللی دی. له شک پرته پوهان او د نظرخاوندان به په دغه سیمینار کې د مېرزاخان انصاري د ژوند او د هغه د فلسفي او عرفاني افکارو په اړه نوې موندنې وړاندې کړي او د روښانیانو د دغه ستر او ژمن استازي په اړه به ډېر هغه څه، چې لا  تیاره  پاتې دي، راڅرګند او رڼا کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علومو اکاډمۍ مشرتابه او غړیو ته د دغه سیمینار د جوړولو مبارکي وایي او د سیمینار ګډونوالو ته د علمي بریاوو هیله کوي.
پاى/ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.