11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې زر بېوزله  کورنیو ته  د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

په نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

کايل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت...

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر یادغونډه او د دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا...

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر د پوهنې وزارت سر پرستې رنګینې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند باوري: تاریخي آثار د ټولنې د تاریخ پاڼې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلیندۍ۵مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې تاریخي آثار د ټولنې د تاریخ پاڼې دي، که چېرته د یوې ټولنې تاریخي آثار ساتل شوي وي، نو د تاریخ پاڼې یې بشپړې، خو په نشتون کې یې د  تاریخ پاڼې هم نیمګړې دي.
لرغون پوهان وايي: هر هغه توکی چې انسان په یوه ټاکلي وخت کې د وسیلې، وسلې او یا بل څه په توګه کارولی وي تاریخي اثر ګڼل کېږي.
دوی  وايي: په هره اندازه چې په یوه ټولنه کې تاریخي آثار ساتل شوي وي، همغومره د هغې ټولنې د تمدن استازیتوب کوي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې، قدم په قدم پکې لرغوني اثار تر سترګو کېږي، خو په هېواد کې جنګ جګړې د سلګونو تاریخي آبداتو د ویجاړېدو او د زرګونو تاریخي اثارو د لوټ کېدو لامل شوې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې که څه هم د تاریخي آبداتو د بیا رغونې او د تالا شویو آثارو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې هڅې پیل کړي، خو لا هم نه دي بریالي شوي چې ټولې تاریخي آبدې بیا ورغوي.
د طلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په هېواد کې له لسو زرو زیاتې تاریخي آبدې شتون لري چې ۵ زره یې په نقشه کې ښودل شوي دي.
هغه زیاتوي چې د هېواد تاریخي آثار او آبدات له نورو هېوادونو ډېر متنوع دي، خو د امکاناتو د نشتون له امله په هغه ډول چې اړتیا ده، نندارې ته نه دي وړاندې شوي.
پوهاند باوري وايي چې په هېواد کې د جګړو له امله زیات شمېر تاریخي آثار او آبدې ویجاړې شوې، خو هڅې مو پيل کړي چې بیا ورغول شي.
هغه زیاتوي چې اوسمهال د افغانستان په ملي موزیم کې له ۵۰۰ زیات تاریخي آثار تر ترمیم لاندې دي چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او نندارې ته به وړاندې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي چې په هېواد کې له ۶۰ کلونو وړاندې کېندنې او سپړنې شوې دي، خو له هغې وروسته بیا په دغه برخه کې کوم څه نه دي شوي.
خو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اوږد ځنډ وروسته بیا ځل توانېدلی چې کېندنې او سپړنې پیل کړي.
هغه زیاتوي چې په نویو سپړنو کې د کاپیسا په خم زرګر کې د ګریکو بودیک دورې یو تخت موندل شوی چې د دوو زمریو په مټ کشول کېږي.
پوهاند باوري وايي چې په یاد اثر کې باید ساقا نومي پر تخت ناست وی، خو ساقا نومي یې ورک او تخت یې په نویو سپړنو کې موندل شوی دی.
د فرهنګ او هنر معین وايي چې په ۱۴ کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۷۰ تاریخي آبدې رغول شوي، خو په تېرو درېیو کلونو کې د بیارغونې چارې چټکې شوې او ۴۸ آبدې رغول شوي دي.
پوهاند باوري زیاتوي چې د بیارغونې په برخه کې یې یواځې په داخلي متخصصینو بسنه نه ده کړې، بلکې له بهرنیو هېوادونو یې هم مرسته غوښتې او هغوی هم خپله همکاري پیل کړې ده.
باوري وايي چې د تاریخي آثارو او آبداتو د ساتنې په برخه کې هم لاس تر زنې نه دی ناست ، بلکې له یو شمېر وزارتونو سره یې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، چې دغه وزارتونه د خپلو شوراګانو له لارې د تاریخي اثارو په ساتنه کې مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي پر خلکو غږ وکړ چې د تاریخي آثارو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي، ځکه چې تاریخي آثار د یوې ټولنې د وګړو د هویت په څېر دي، خو که له لاسه یې ورکړي بې هویته کېږي.
ا فغانستان چې د تاریخي آبداتو او اثارو په برخه کې یو له غني هېوادونو څخه شمېرل کېږي په وروستیو څلورو لسیزو کې یې زیات شمېر تاریخي اثار تالا شوي او نورو هېوادونو ته وړل شوي دي چې د چارواکو په وینا د یو شمېر اثارو څرک ورته معلوم دی چې د بېرته راوړلو لپاره یې هڅې پيل شوي دي، خو د زرګونو نورو تالا شویو اثارو څرک لا هم نه دی معلوم چې کومو ځایونو ته قاچاق شوي دي.
پای/وصال

 

Last modified on Wednesday, 27 November 2019 04:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.