21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې دوه تنه د سندونو د جعل کولو په تور ونيول شول

په هرات کې دوه تنه د سندونو د جعل کولو په تور ونيول شول

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر د ملي امنيت کار کوونکو...

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر په داسې حال کې چې...

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر د هرات پوهنتون د محصلانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات والي: د فرهنګي او تاريخي آثارو ساتنې ته پاملرنه لازمي ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي  د تاريخ او تصوير په روايت د زاړه هرات د نندارتون په  کتنه کې د دغه ولايت د فرهنګي او تاريخي آثارو ساتنې او پاملرنې ته اړتيا جدي وبلله.
په نندارتون کې د عکاسۍ او انځورګرۍ لسګونه آثار چې د هرات د تېر تاريخ مستند روايتونه يې انځور کړي ؛ نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات والي د هېواد په کچه د هرات د رښتينې مقام د احيا کولو لپاره د علاقمندۍ او د دغه تمدني حوزې د فرهنګي او تاريخي آثارو د ساتنې يادونه وکړه او د دغه نندارتون  له جوړونکو څخه يې قدردانې وکړه. 
د باختر آژانس د خبرله مخې: په نندارتون کې لسګونه تاريخي عکسونه او دغه راز  د انځورګرۍ هغه آثار چې د هرات څو سوه کلن تاريخ تصويروي او د نړيوالو معتبرو  منابعو او د نړيوالو مطرح عکاسانو له خوا ثبت شوي؛ د هرات د تېرتاريخ د بيانولو  په موخه نندارې ته وړاندې شوي دي . 
د هرات پوهنتون د تاريخ ديپارتمنت د محصلانو ټولنې د زاړه هرات عکسونه او تصويرونه راټول او د تاريخ او تصوير په روايت د زاړه هرات په نامه يې په دغه نندارتون کې پرانيست، دغه نندارتون دښې راتلوونکي لپاره د افغانانو د ښوونې او روزنې د بنسټ په همکارۍ جوړ شوى دى.
پاى \ج\  ذ
       

Last modified on Wednesday, 27 November 2019 11:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.