21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې دوه تنه د سندونو د جعل کولو په تور ونيول شول

په هرات کې دوه تنه د سندونو د جعل کولو په تور ونيول شول

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر د ملي امنيت کار کوونکو...

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر په داسې حال کې چې...

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر د هرات پوهنتون د محصلانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمولانا په فکر کې دسولې په نامه کنفرانس په مزارشريف ښار کې جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دمولانا جلال الدين محمد بلخي په فکر کې دسولې تر عنوان لاندې کنفرانس پرون په بلخ کې جوړ شو .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دغه کنفرانس چې دمولانا دسوله پالنې په فکر کې دعلمي اواکاډميکو مرکزونو دمعرفت په موخه په مزارشريف ښار کې  دبلخ په پوهنتون کې جوړ شو ،  دبلخ والي محمد اسحق رهګذر دسولې دتامينولو لپاره له بل هر وخت څخه   زيات دهېواد اوسني شرايط  مهم وبلل او ددولت  له مخالفينو څخه يې وغوښتل له هغې جګړې څخه چې په هېواد کې  دپرديو هېوادونو له خوا دوام لري ، لاس واخلي او دسولې له پروګرام سره يوځاى شي .
يوشمېر ويناوالو په دې کنفرانس کې له تحصيلي مرکزونواو ټولنې سره دمولانا دتفکر پيوند ضروري وباله او ويې ويل  يواځنۍ ستونزه چې  په ټولنه کې دسياسي فکري  او پوځي  نوساناتو سبب شوې ده په هېواد کې  دمولاناپر فکر د باورنشتوالې دى .دغه راز  يوشمېر محصلانوددغه علمي کنفرانس په هرکلي سره وويل چې ددغه شان کنفرانسونو جوړول دامنيت دتامين او دجګړې د پاى ته رسولو لپاره  مثبته اغيزه لري او له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.