کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
په سرپل ولايت کې پرون ددوو تاريخي آبدودمرمت او دبيارغاونې کار پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، په سرپل ښارکې دامام صاحب کلان او دعيدګاه جومات داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دنږدې پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت مرمت او بيا رغاول کېږي .
ددغو ابدو دبيا رغاونې کار په ولايتي شورا کې دخلکو داستازى محمد اصف صادقي ، عالمانو ، قومي مشرانو ، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت داستول شوي هيئت ، ديوشمېر امنيتي مسوولينو او رسنيو په حضور کې پيل شو .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت استازي انجنير ميراقا ددغو پروژو د کيفيت په ټينګار سره وويل چې ساختماني شرکت بايد دغه پروژې مسلکي اوفني کسانو ته ورکړي چې دغه ابدې دلرغونتيا په ساتنې سره مرمت او بيا ورغاول شي .
دسرپل ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس بشير احمد حقجو وويل چې اوس په دغه ولايت ٢٤تاريخي ابدې ثبتې شوې دي چې دامنيتي چلنجونو په شتون او دکافي بودجې په نشتوالي سره داطلاعاتواوفرهنګ وزارت نه دى بريالى شوى چې دغه ټولې ابدې ترميم اوبياورغاوي .
ختم_ ج _ اکرم