15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې ساپۍ د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ د ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې د تجربو پر راکړې ورکړې ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ١٨مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ چې د افغان ښځو پلاوي په مشرۍ يې اندونيزيا ته سفر کړى و؛ د خپلو کتنو په دوام د اندونيزيا د ماشومانو د ساتنې او د ښځو د ځواکمنتيا وزارت له معينانو سره يې هم وکتل.
په کتنه کې د اندونيزيا د ماشومانو د ساتنې او د ښځو د ځواکمنتيا وزارت معينانو د دغه وزارت د پروګرامونو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دغه وزارت مسووليت لري   له نورو وزارتونو سره په همغږۍ کې ښځو ته د ګومارلو او کاري فرصتونو زمينه برابره کړي او دغه وزارت د اندونيزيا په ټولو ولايتونو او ولسواليوکې سيمه ييز دفترونه لري چې د ښځو ستونزو ته رسېدنه وشي.
هغوى وويل چې دغه وزارت په پرمختيايي پروګرامونوکې د ښځو د ګډون لپاره په ولسواليو او کليوکې د ښځو د ځواکمني کولو پروګرامونه ترسره کړي دي چې ښځې له دې لارې پر خپلو پښو ودرېږي.
وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په خپلو خبروکې په بېلابېلو برخوکې د ښځو د ځواکمني کولو لپاره د افغانستان د حکومت د پروګرامونو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت يو پاليسۍ جوړوونکى وزارت دى او د ښځو د حقوقو د دفاع په لاره کې فعاليت کوي. د افغانستان دولت په دې برخه کې هغو کنوانسيونونو ته ژمن دى چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لارې تعقيبېږي.
حسينې ساپۍ همدارنګه د بشرحقوقو د خپلواک کمېسيون او د نورو ملي او نړيوالو بنسټونو په اړه چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع په خاطر فعاليت کوي؛ معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې همدا اوس کابو ٣٠٠ مېرمنې په عدلي او قضايي بنسټونوکې د وکالت دندې لري.
هغې زياته کړه: د افغانستان په پارلمان کې څه ګڼ شمېر ښځينه وکيلانې لرو او ښځې په کابينه کې د وزېرې او د افغانستان په حکومت کې د معينې او سفيرې په کچه، په خدمت بوختې دي چې دا په خپله د افغان ښځو د ځواکمني کولو په لاره کې د حکومت د قوي ارادې او ژمنې ښکارندويي کوي.
پاى\ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.