15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په ملي نګارستان کې دګنج قناعت دښکلې ليکنې نندارتون پرانست .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې نندارتون کې د افغانستان دښکلو ليکوونکودټولنې له شلو خطاطانو څخه دښکلې ليکنې سل آثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتواوفرهنګ و زارت دفرهنګ او هنر معين وويل چې په افغانستان کې دخطاطۍ اوښکلې  ليکنې هنر  تاريخي جرړې  لري .
هغه زياته کړه  په افغانستان کې مو دفيض محمد کاتب هزاره ،  علي هروي ، بيهقي  اودغه شان نورو په ګډون ښکلي ليکوونکي لرل  چې دهېواد دتکړه اونومياليو ښکلي ليکوونکو او خطاطانو  له جملې څخه ګڼل کېږي
پوهاند باوري وويل چې ددغه شان نندارتونونو جوړول په بېلابېلو هنري څانګو کې دهنرمندانو دآثارو د ورپېژندنې لپاره ښه زمينه ده او له هنر او دهېواد له هنرمندانو سره يې داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت ملاتړ څرګند کړ .
وروسته  دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني په خبر کې په دې ترڅ کې چې دافغانستان دښکلو ليکوونکو دټولنې دکړو وړو له امله قدرداني  وکړه  دنندارتونونو دجوړولو په لاره کې يې له هنرمندانو سره دملي نګارستان ملاتړاوهمکاري څرګنده کړه .
دغه راز دافغانستان دښکلو ليکوونکودټولنې رييس عارف غلامي ددغې ټولنې دهنرمندانودښکلې  ليکنې داثارو په اړوند معلومات ورکړل او ددغه نندارتون دجوړولو په خاطر يې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت اودملي نګارستان دهمکارى له امله مننه وکړه .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

Last modified on Tuesday, 10 December 2019 12:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.