14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني ژبپوه پروفیسور ډاکټر سبستیان ته د علامه سېدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ٢٢مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د جرمني د بن پوهنتون ژبپوه پروفیسور ډاکټر سبستیان کورت هاینه ته د افغانستان د ژبو او فرهنګ په اړه د دوی د غوره او قدر وړ څېړنو او خدمتونو د تقدیرولو په موخه، د علامه سېد جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو مراسمو کې چې تېرماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو، مارینا بهار ماسټرۍ او دکتورا زده کړو ته د جمهورريیس د پاملرنې او د ماسټرۍ دورې محصلینو ته د علمي سفرونو د برابرولو له امله د جمهورريیس د فرهنګي او علمي سلاکار پوهاند ډاکټر لال پاچا آزمون د هلو ځلو قدرداني وکړه. ورپسې د جمهورريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهور ريیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي و چې نوموړي د پښتو، دري، اوزبیکي، ترکمني، پشه یي، بلوڅي او پامیري ژبو په اړه ګټورې څېړنې کړې دي. جمهورريیس غني د دغه نښان له ورکړې وروسته وویل: ویاړم چې پروفیسور ډاکټر سبستیان له موږ سره دی، هیله ده چې بیا بیا راشئ او زموږ له فرهنګي همکارانو  سره همکار او په اړیکه کې اوسئ. دا نښان زموږ د مننې نښه ده.   جمهورريیس د استاد ازمون او استاد غضنفر له هلوځلو څخه په مننې وویل: د علومو اکاډمي په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه ده، هغه شی چې تاریخ انجمن او پښتو ټولنې افغانستان ته وکړل، اکاډمۍ نه دي کړي. هغه زیاته کړه: په علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې باید اساسي بدلون راشي چې موږ په خپلو ټولو ژبو، زموږ پر ژوندي تاریخ او هغه تاریخ چې زموږ په وینه کې دی او نه ورباندې پوهېږو، باید پوه شو. د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: هغه فصل چې نامتو ژبپوه مارګنسټرن چې په لسګونو مړو او ژوندیو ژبو پوهېده، د اعلیحضرت غازي امان الله خان په وخت کې افغانستان ته په راتګ پیل کړ، بشپړ نشو، خو هیله ده چې تاسو یې بشپړ کړئ، ځکه هغه به ویل چې زه بې ږیرې سپین ږیری یم، خو تاسو تورږیری ځوان څېړونکي یاست. جمهورريیس پروفیسور سبستیان ته په خطاب کې وویل: د څېړنې له نظره ستاسو کار موږ ته ډېر حیاتي دی. د ژبو نښانې زموږ په ټولو درو، ښارونو او کلیو کې دي. هیله ده بیا بیا راشئ او له ځوانانو، سپین ږیرو او ټولو فرهنګیانو سره کار وکړئ. ورپسې د بن پوهنتون ژبپوه پروفیسور ډاکټر سبستیان کورت هاینه په اوزبیکي، پښتو او دري ژبو د څرګندونو پرمهال ده ته د دولتي نښان د ورکړې او ستاینې په خاطر له جمهورريیس څخه په مننې وویل: هغه څه چې ما په دې ورځو کې لږ کشف کړل، د افغانستان د معنوي خزانې اصل او اصولو ته یوه ساده اشاره ده. هغه حکمت چې لا نه دی کشف شوی، د بحران، جنګ او فاجعې د پردې تر شا دی. نوموړي له استاد ازمون او نورو څخه مننه وکړه چې په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو ته د څېړنې، پښتو او نورو اریایي ژبو او ژبپوهنیزو څېړنو د اصولو او روشونو د تدریس په موخه یې افغانستان ته د راتګ زمینه ورته برابره کړه. پروفیسور سبستیان وویل: په کابل پوهنتون کې په دې وتوانېده چې د ورکشاپ په بڼه له شلو ولایتونو سره په ګډه د پښتو ژبې تاریخ د لومړي ځل لپاره په بېلابېلو نړیوالو معیارونو تدریس کړي. د ده په وینا دا د پرمختګ په لور یو عظیم ګام دی. نوموړي وویل: د ګران افغانستان یووالی د ژبو وحدت پورې اړه لري او د افغانستان له شمال څخه تر جنوب او له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې بېلابېلې ژبې یوه بې مثاله خزانه ده، خو څېړنو ته په کتو لا هم په دې برخه کې کار نه دی شوی او موږ په ډېر ابتدايي پړاو کې یوو. ښاغلي سبستیان د پښتو ژبې په اړه د خوشحال بابا د قول په تائید وویل: پښتو لا هم له ادبي او څېړنیز پلوه په غرب کې بکره پرته ده. هغه ژمنه وکړه چې د پښتو ژبې لپاره د رېښې پېژندنې داسې یو قاموس به جوړ کړي چې د پښتو ژبې ټول نادر او عصري، الفاظ او خارجي اقتباسات په کې څېړل کېږي او په دې اړه یې خپل لیکلی وړاندیز جمهورريیس ته وسپاره.# پاى/ذ

Last modified on Saturday, 14 December 2019 04:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.