11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په خوست کې د فرهنګي زون د جوړېدو چارې پیل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د خوست په مرکز متون کې د فرهنګي زون د جوړېدو لومړنۍ چارې په رسمي ډول پیل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په یاد زون کې به د کتابتون، حطاطانو او انځورګرو تر څنګ د کتاب پلورنکو او لاسي صنایع لپاره هټۍ، د غونډو تالار، اداري خونې، تفریحي پارک، د جرګو خونه، رسنیز مرکز، دایمي نندارتون، ولایتي موزیم، د ژباړې او څېړنې څانګه، د قبایلو لپاره ځانګړی ځای او نور مهم تاسيسات شامل دي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د فرهنګي زون د چارو په پیل کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه تللي پلاوي عبدالمقیم افغان او غالب ژوند د خوست له والي سره په کتنه کې د دغه مرکز په اړه معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د خوست والي محمد حلیم فدايي وویل چې دغه ولایت د ۱۲ ولایتونو په کچه لومړنۍ ولایت دی چې پکې بشپړ فرهنګي زون جوړېږي.
والي زیاته کړه چې د فرهنګي زون د کمپلکس لپاره وړاندیز شوی او تمه لري چې د ودانۍ د رغولو چارې به یې له مطالعې او د ځمکې له تثبیت وروسته ډېر ژر پیل شي.
والي وویل: جمهوررییس په پام کې لري چې افغانستان د سیمې پر څلورلارې بدل شي او د همدې لیدلوري لپاره د جنوب، ختیځ او لویدیځ دهلیز او کوریدور رامنځ ته کېږي، چې موخه یې وچه له لمدې سره نښلول دي.
له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس عبدالمقیم افغان وايي چې دغه وزارت د چارو له ادارې سره په همغږۍ له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانېد چې په خوست کې د فرهنګي زون لومړنۍ چارې پیل کړي.
افغان زیاتوي چې په ۱۲ نورو سرحدي ولایتونوکې هم ورته فرهنګي زونونه رغول کېږي او خوست لومړنی ولایت دی چې د فرهنګي زون چارې پکې په رسمي ډول پیل شوې.
ویل کېږي دغه فرهنګي مرکز به د افغانستان په کچه لومړنی فرهنګي زون وي چې په جوړېدو سره به یې په فرهنګي چارو کې ښه والی رامنځ ته شي.
پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.