24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ : د افغانستان فرهنګي ميراثونه د نړۍ فرهنګي ميراثونه دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ٢٥مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د شيکاګو پوهنتون له  جګپوړي سلاکار پروفيسور ګل ستاين او ملګري پلاوي سره يې په کتنه کې د هېواد د تاريخي آبداتو پر ساتنې ټينګار وکړ.
د کتنې په پيل کې ګل ستاين د دغه پوهنتون د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دغه بنسټ له اوو کلونو راپدېخوا د افغانستان د فرهنګي ميراثونو   د ساتنې په اړوند د ملي موزيم او لرغونپېژندنې له رياستونو سره همکاري کوي.
هغه په ځانګړي ډول (له ملي موزيم سره په همغږۍ کې د ننګرهار د هډې پروژې کار، له لرغونپېژندنې رياست سره د سټلايټ له لارې په عکس اخيستلو سره د لرغونو ساحو د مشخصولو پروژه او له ملي موزيم رياست سره د مبايل موزيم) د درېيو پروژو په اړه خبرې وکړې.
ګل ستاين د ننګرهار دهډې لرغونې ساحې په اړه چې د کيندنو کار پکې په ١٩٣٠  کې پيل شوى دى زياته کړه چې دغه ساحه د بودايي دورې د فوق العاده آثارو لرونکې ساحه ده چې په ٢٠٠١ کې طالبانودهغې آثار له منځه وړي وو، خو د افغانستان د ملي موزيم د کارکوونکو په هلوځلو او اتلولۍ سره دغه آثار ساتل شوي او د شيکاګو پوهنتون له دونيمو کلونو راپدېخوا  په دې پروژه کې د دغو آثارو کار کوي  چې تر يو کال پورې به په ملي موزيم کې نندارې ته د وړاندې کولو زمينه برابره شي.
هغه دغه لرغونې ساحه او له هغه څخه ترلاسه شوي آثار د نړۍ د فرهنګ او مذهب په تاريخ کې ستر ګنج وباله او زياته يې کړه چې دغه آثار نه يوازې د افغانستان  لپاره ارزښتناک او مهم دي، بلکې نړيوال فرهنګي ميراث هم دى.
پروفيسر ستاين د سټلايټ (GIS) له لارې له عکس اخيستلو سره د لرغونو ساحو د مشخصولو په اړه وويل چې دغه پروژه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د لارښوونې له مخې په ټول هېوادکې د لرغونپېژندنې نخچې د برابرولو په خاطر پيل شوې ده  چې  له فرهنګي  ميراثونو څخه  د هېواد په اقتصادي وده کې اغېزمنه استفاده وشي چې تراوسه په ټول افغانستان کې څه دپاسه  ۱۲ زره  لرغونې ساحې کشف شوې دي.
هغه د لرغونپېژندنې رياست کارکوونکو ته د سټلايټ له لارې (GIS) د عکس اخيستلو د پنځو روزنيزو دورو د ترسره کولو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې تېرکال دغه روزنيز پروګرام د امريکا په متحدو ايالاتوکې جوړ شوی و او د نور  يونيم کال لپاره يې د دغه پروګرام د دوام خبر هم ورکړ.
هغه زياته کړه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هر راز پرمختيايي پروژې د تطبيق  په صورت کې په لومړي ګام کې بايد له لرغونپېژندنې انستيتوت سره همغږي ترسره شي چې په دې برخه کې د لرغونپېژندنې نخچه کولاى شي د لرغونو ساحو د ساتنې او پرمختيا پروژو د اغېزمن تطبيق په خاطر مهم رول ولوبوي.
پروفيسر ستاين د افغانستان د ملي موزيم د معرفي کولو د مبايل موزيم په اړه چې د موبايل له لارې د مزارشريف، هرات، باميانو، جلال آباد او قندهار په ښوونځيوکې  جوړ شوی دی؛ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې له دې لارې به د ښوونځيو زده کوونکي د افغانستان له تاريخ، فرهنګ او د هغو آثارو په اړوند چې د افغانستان په ملي موزيم کې ساتل شوي دي؛ بلدتيا پيدا کړي.
هغه وويل چې دغه پروګرام په ١٤٤ ښوونځيوکې ١٢٤٠٠ زده کوونکي تر پوښښ لاندې نيولي دي او دغه پروګرام به دافغانستان په نورو ولايتونوکې هم دوام وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د تاريخي آبداتو د ساتنې او د ملي موزيم او د لرغونپېژندنې د متخصصانو د روزنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د امريکا متحدو ايالاتو د سفارت د همکاریو قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د "موبايل موزيم" پروژه د هېواد ځوان او راتلونکى نسل ته د افغانستان د اصيل فرهنګ او لرغونی تاريخ په معرفي کولو کې مهم او اغېزمن رول لري او زياته يې کړه چې دغه پروژه بايد د ولايتونو په ولسواليوکې هم تطبيق او پراخه شي چې د دغو سيمو زده کوونکي د خپل هېواد پر فرهنګي تنوع او تاريخ خبر شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې زياته کړه چې تنوع په هرځاى کې شته او د هغه له نښلولو څخه ملي هويت رامنځته کېږي.
هغې د افغانستان د تاريخ او فرهنګ په معرفي کولوکې د نندارتونونو جوړول مهم وبلل او زياته يې کړه چې له يوبل سره په همغږۍ کې به په دې برخه کې پرمخ لاړ شو.
حسينې ساپۍ د افغانستان فرهنګي ميراثونه د نړۍ فرهنګي ميراثونه وبلل او د هغو نړيوالو بنسټونو ملاتړ چې د هېواد د تاريخي آبداتو او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره کې کار کوي؛ مهم وباله او زياته يې کړه چې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې پروګرامونه دې د ټولنې او د افغانستان د فرهنګ د اړتيا پر بنسټ په پام کې ونيول شي او د افغانستان او نړۍ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره بايد واحد او يوخېل نظر ولرو.
پاى \ج\ع \ذ


 

Last modified on Tuesday, 17 December 2019 04:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.