19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشاعرې ، تياتر او د سيمه ييزې موسيقۍ جشن جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ١٨ مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشاعرې  ، تياتر او د سيمه ييزې موسيقۍ جشن يې پرون  ماښام د ملي تياتر په تالار کې جوړ کړ.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې ؛  په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت پرځاى شول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند  محمد رسول  باوري خبرې وکړې او ويې ويل ؛ چې دغه جشن د کابل دفرهنګي اوونۍ  او په  ٢٠٢٤ کې داسلامي ثقافت د مرکز په توګه د کابل  د نومولو په درشل کې   جوړ شوى  دى.
هغه زياته کړه  چې د دوو  اوونيو په بهيرکې د هېواد د سينما او تياتر دهنر درې مخکښان اسدالله تاج زى ، اصف جلالي او قادر فرخ وفات شول چې د هېواد سينما او تياتر ته ستره ضايعه ده.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين وويل ؛  چې په ٢٠٠٧ کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو دپريکړې له مخې کابل  د ٢٠٢٤  داسلامي ثقافت دمرکزپه  توګه انتخاب شوى دى او په همدې مناسبت دښو تياريو په مقصد  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دسرپرستې په مشرۍ  او ديوشمېر وزارتونو او اړوندو بنسټونو يوشمېر مسوولينو په غړيتوب  يو کمېسيون  دهېواد دجمهوررييس دفرمان له مخې  جوړشوىدى چې لومړنۍ  غونډه يې دوه ورځې مخکې جوړه شوه .
پوهاند باوري څرګنده کړه چې اوس  دکابل دفرهنګي اوونۍ په بهيرکې يو او داطلاعاتو            او فرهنګ وزارت  په دې مناسبت  بېلابېل فرهنګي پروګرامونه ترسره کوي.                                هغه وويل ؛  چې ددغو پروګرامونو په لړ کې پرون  دمشاعرې  ، تياتر او دسيمه ييزې  موسيقۍ  جشن  دملي تياتر په تالار کې جوړ شو.
دغه راز په دغو مراسمو کې  دملي تياتر رييس  سيد منصور رحماني دمشاعرې ، تياتر   او دسيمه ييزې موسيقۍ دجشن په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  چې ددغه شان پروګرامونو ترسره کول دفرهنګ او هنر دودې لپاره ارزښتناک دى.
په همدې ترتيب  دکوچيانو لوى رييس حبيب الرحمن هم په خپلو خبرو کې  داقتصاد او فرهنګ په وده او پراختيا کې د کوچيانو درول په اړوند معلومات ورکړل.                                 وروسته  دکابل زيبا په نامه دتياتر ننداره دملي تياتر  دهنرمندانو له خوا دموسيقۍ  رياست  دسندرغاړو له خوا او دجامو ننداره د سلسلې  دهنري بنسټ دډلې له خوا اجرا شوه اودغه راز يوشمېر شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
پاى \ ج \ ذ


 

Last modified on Wednesday, 08 January 2020 12:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.