د هرات مصلى په تاريخي ساحه کې د لرغونپوهانو کيندنې دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د مرغومي ۱۹ مه / باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغه ولايت د مصلى ساحې د کيندنو بهير وکوت.
آريا رووفيان په دې کتنې کې په ساحه کې د کيندنو بهير پر معياري پرمخبيولو ټينګار وکړ.
رووفيان د مصلى ساحې کيندنې ډېرې مهمې او ارزښتناکې وبللې او د لرغونپوهنې د معيارونو او منل شويو اصولو پر بنسټ يې د کار بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ.
همدا اوس دوه لرغونپوهان له يوشمېر فني کسانو سره د هرات مصلى په ساحه کې د کيندنو او له ساحې څخه د خاورې د اخيستلو لپاره په کار بوخت دي.
د هرات مصلى په ساحه کې د خانقا د برخې د لومړي فاز او د سلطان حسين بايقرا د مقبرې د کيندنو بهير دوه مياشتې مخکې پيل شوى دى او د کيندنو بهير تراوسه په يادونې وړ ډول پرمخ تللى دى.
تراوسه ددغو کيندنو په بهيرکې د خانقا او د سلطان حسين بايقرا د مقبرې له بېلابېلو  برخو څخه انځور شوي ګچي ټوټې او رنګي کاشي ټوټې ترلاسه شوې دي.
لرغونپوهان وايي: ترلاسه شوې کاشۍ د خانقا د ګنبځې او کمانونو په بېلابېلو برخو پورې اړه لري.
دغه لرغونپوهان وايي چې کار په معياري ډول دوام لري، خو خپل امکانات کافي نه بولي.
ختم- عطاالله -اکرم

Last modified on Saturday, 11 January 2020 04:22
back to top