20 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومې۲۹مه/باختر د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو...

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګرکې د وياندۍ او خبريالۍ زده کړه ييز پروګرام پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د مرغومي ٢٢ مه/ باختر د وياندۍ، د بيان فن او خبريالۍ زده کړييز پروګرام نن په لوګرکې پيل شو. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه پروګرام د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت او د "اسلا" موسسې او "لنکن" د زده کړييز مرکز په همکارۍ د يوې مياشتې لپاره د پوهنتون ٦٠ محصلانو ته پيل شوى دى. په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د لوګر د عامه کتابتون په تالارکې جوړه شوه؛ د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل ځوانان د هېواد په وړاندې راتلوونکو مسووليتونو ته ځير کړل او هغوى يې د ټولنې خوځنده ځواک وباله او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د خپل هېواد د ترقۍ او د ځان د سوکالۍ لپاره هڅه او هاند وکړي. د ځوانانو د پارلمان غړي لطف الله قايپ د دغه شان زده کړييز پروګرامونو جوړول ډېر مهم او ارزښتناک وبلل. په لوګرکې د زينت راډيو مسوول نورالله ستانکزي ژمنه وکړه چې له يو مياشتنې زده کړې وروسته له لسو برخه والو سره په زينت راډيوکې د هغوى د عملي کار په برخه کې همکاري کوي. پاى \ف\ ذ
Last modified on Sunday, 12 January 2020 21:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.