25 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تياتر هنرمندانو په ميدان وردګو کې د هوا د ککړتيا زيانونه وښودل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ٢٤ مه/ باختر
هنرمندانو په ميدان وردګو کې د تياتر د پارچو په اجرا کولو سره هېوادوالو ته د هوا د ککړتيا په نسبت خبردارى ورکړ.
دغو هنرمندانو نن د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په سالون کې د تياتر  هغه پارچې چې د ژوندانه چاپېريال د ککړتيا د زيانونو څرګندوى وې، اجرا کړې.
دغه هنري – ټولنيز پروګرام د ميدان ښار ښاروالۍ ترسره کړى و او په هغه کې د ميدان وردګو لسګونو اوسېدونکو ګډون لاره.
د ميدان ښار ښاروالۍ يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د ژمي په موسم کې  د هېوادوالو له لوري له ډبرو سکرو او د سون د نورو لوګي پيدا کوونکو توکو څخه  کار اخيستو چاپېريال لا پسې ککړ کړى دى.
هغه وويل: ددغه هنري - ټولنيز پروګرام په ترسره کولو سره يې وغوښتل هېوادوال  د انسانانو روغتيا ته د ککړ چاپېريال پر زيانونو خبر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د هوا ککړتيا ډېره زياته شوې ده .
د هند له څو ښارونو وروسته د افغانستان يوشمېر ښارونه د نړۍ له ډېروککړو ښارونو څخه ګڼل کېږي.
پاى \ ذ

 

Last modified on Wednesday, 15 January 2020 04:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.