26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صيام او کارو بار ډاکترانوخدماتي بنسټونو داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرسته وستايله.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دصيام او دکاراو بار ډاکټرانو (Bussiness Doctors  خدماتي شرکتونو رييسانو نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې حسينې ساپۍ سره وکتل اوهغى ته يې ددغو بنسټونو دستاينې لوحې ورکړې .
دباختراژانس  دخبرله مخې،  په دې کتنه کې  د کاروبارډاکټرانو
Bussiness Doctors  دبنسټ  رييس صيام پسرلي او دصيام خدماتي شرکت  رييسې سپوږمۍ  صيام داړوندو بنسټونودفعاليتونوپه اړه معلومات ورکړل .
هغوى وويل: دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل په نندارتون کې  چې دصيام خدماتي  شرکت او کاراوبار ډاکټرانو شرکت ديوشمېر  نورو بنسټونو  په همکارى  جوړ کړى و په بېلابېلو برخو کې ديوشمېر مخکښو ښځو فعاليتونه وستايل شول او درهبرۍ او دولت په برخو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې  فعاليتونه وټاکل شول
هغوى دستاينې لوحې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې ته ورکړې او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې  يې وغوښتل چې ددوى له بنسټونو سره همکاري وکړي او ددغو بنسټونو په پروګرامونوکې چې دښځو او ځوانانو دفعاليتونو دستاينې په اړوندجوړېږي ، ګډون وکړي .
حسينې ساپۍ ددغو بنسټونو له رييسانو څخه مننه وکړه او دښځې دنړيوالې اوونۍ اودکار او تحصيل نندارتون او نوروپروګرامونو د جوړولو چې  ځوانانو اوښځو ته دکارمناسب فرصتونه برابروي ، قدرداني وکړه اوله هغوى سره يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت همکاري  او ملاتړڅرګندکړ . ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.