د بغلان هنرمندان وستايل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د پلخمري ښاروالۍ نن يوشمېر سينماګرانو او ممثلانو ته د سوغاتونو په ورکولو سره هغوى وستايل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په پلخمري ښارکې جوړه شوه؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذکريا ناصري د ټولنې د تيارو زاويو په روښانولوکې د ممثلانو او سينماګرانو رول  ارزښتناک وباله او د هنرمندانو د ستونزو د څېړنې لپاره پر همغږۍ او پياوړتيا ټينګار وکړ.
په غونډه کې د بغلان د سينما او تياتر ټولنې مسوول قدرت الله تګابي وويل چې دغې ټولنې تراوسه ١٠ لنډ هنري او مستند فلمونه او٥٠ نمايشنامې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د غونډې په پاى کې د بغلان د سينمايي ټولنې څلورو ممثلانو چې د فلمونو او نمايشنامو په جوړولوکې يې فعال رول درلود؛ سوغاتونه ورکړل شول.
ختم- ج - اکرم


 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 12:53
back to top