06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ځوانانو چارو معيينيت له خصوصي پوهنتونونو سره تحصيلي هوکړه ليکونه لاسليک کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت نن له خصوصي پوهنتونونو او لوړو او نيمه لوړو له موسسو سره تحصيلي هوکره ليکونه لاسليک کړل.
هوکره ليکونه هغو بې وزلو ځوانانو ته د تحصيلي اسانتياوو د برابرولو په موخه چې د تحصيل د دوام مالي ځواکمني نه لري؛ د ځوانانو چارو معينيت د هڅو او هاند په پايله کې د هېواد له تحصيلي بنسټونو سره لاسليک شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين  محمد اجمل شاهپور د ځوانانو چارو له معينيت سره د دغو تحصيلي بنسټونو له همغږۍ او د هېواد د ځوانانو له حالت څخه د هغوى له درک څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره وويل: په نشه يي توکو روږديتوب، افراطيت، د سواد نشتوالى او وزګارتيا هغه کرغېړنې پديدې دي چې له بده مرغه ځوانانو ورسره لاس او ګريوان شوي دي.
هغه له هغو تحصيلي بنسټونو څخه چې د ځوانانو د تحصيلي سويې په لوړولوکې  ارزښتاک رول لري؛ مننه وکړه او ويې ويل: ستاسو د لارې پرسر له ځينو پرتو ننګونو سره سره د اړو ځوانانو لپاره ستاسو دغه تخفيف يوه ستره مرسته ګڼل کېږي.
هغه د دغه قرارداد په مواردو او مادو د تحصيلي بنسټونو د ژمنې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پاى کې د ځوانانو چارو معينيت د خونديتوب او ښوونې آمر هجرت الله سادات د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي، د سپين غر پوهنتون د رييس له لوري د ستاينې د لوحې په ورکولو سره وستايل شو.
ختم- ف -اکرم

Last modified on Thursday, 20 February 2020 11:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.