06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عبدالمنان شېواى شرق د هېواد د رسنيو له مشرانو سره پېژندګلويزه او مشورتي غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب دويمه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق د رسنيو او خپرونو له بېلابېلو بنسټونو سره د غونډو په دوام، پرون د هېواد د رسنيو له مشرانو سره د کابل په پارک سټار هوټل کې پېژندګلويزه او مشورتې غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ شېواى شرق په دې غونډه کې چې په هغې کې د حکومتي او خصوصي رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو مشرانو او دغه راز د پوهنتون استادانو ګډون لاره، په ټولنه کې د رسنيو د رول په اړه خبرې وکړې  او ټينګار يې وکړ چې رسنۍ د هر ولسواک نظام څلورم رکن دى. هغه د رسنيو په اړه خپل ليدلورى تشريح کړ او زياته يې کړه: زما ليدلورى، متحرک، ژمن، پوښتونکى او انتقاد منونکى دى. ده په هېواد کې د رسنيو او بيان آزادۍ د قوي ملاتړ ډاډ ورکړ.
شېواى شرق وويل چې حکومت د رسنيو ٧٠ ميليونه افغانۍ جريمه وبخښله او د هېواد د رسنيو شهيدانو د ياد څلي جوړولو ته يې اشاره وکړه او زياته يې کړه چې په دې اړه يې هم د کابل ښاروالۍ له مسوولينو سره خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړ چې د دغه يادګاري څلي د جوړولو کار به تر راتلونکو دوو اوونيو پورې بشپړ شي او  په هغه کې به د رسنيو د ټولو شهيدانو نومونه وليکل شي.
شېواي شرق په خپلو خبروکې د خپرونو چارو په معينيت کې د اصلاحي پروګرامونو په باب څرګنده کړه چې د خپرونو چارو معينيت د ستراتيژۍ د تدوين په يې کار پيل کړى دى. 
ده دغه راز زياته کړه: د دغه معينيت په اډانه کې به يو مشورتي بورډ جوړ شي،         په نشراتي برخوکې به شکلي او محتوايي بدلونونه رامنځته شي او د کاپي رايټ قانون، د ټوليزو رسنيو قانون او اړوندو طرزالعملونوکې د بدلونونه طرحه به وړاندې شي.
د خپرونو چارو معين د خصوصي رسنيو د خاوندانو پاملرنه هغو مسووليتونو ته واړوله چې دوى يې د خبريالانو پر وړاندې لري او ټينګار يې وکړ چې د خصوصي  رسنيو خاوندان بايد له خبريالانو او له ټولو رسنيزو کارکوونکو سره په خپلو قراردادونوکې د کار قانون او د رسنيو د تاسيس د څرنګوالي مقرره رعايت کړي او زياته يې کړه چې دا قراردادونه بايد له نافذه قوانينو سره سمون ولري او راڼه وي.
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد د يو شمېر رسنيو مشرانو خبرې وکړې او شېواى شرق ته يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين په توګه د تقرر مبارکي وويله او په هېواد کې يې د رسنيزو فعاليتونو د ودې او د بيان آزادۍ د بنسټي کولو په برخه کې يې د هغه د پروګرامونو ملاتړ وکړ.
پاى / ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.