03 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د رسنيزو شهيدانو د "درنايو څلي" د جوړولو کار له يوې مياشتې څخه په لنډه موده کې بشپړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق، د افغانستان د رسنيزو شهيدانو د "درناوي څلي" د جوړولو د کار بهير وکوت.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې ليدنه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو معين څېړنوال فاضل شريفي، د باختر آژانس، د رسنيو پر خپرونو د څار او له ژورناليستانو سره د مالي ملاتړ صندوق رييسانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسيون غړي او د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس حاضر وو.
د ليدنې په بهيرکې لومړى د کابل ښاروالۍ معين، د افغانستان د رسنيزو شهيدانو د "درناوي څلي" پروژې د جوړولو کار په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغې پروژې کار ٥٠ سلنه پرمخ تللى دى او ټاکل شوې ده په ډېر لنډ ممکن وخت کې پاى ته ورسېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين له کابل ښاروالۍ څخه په مننې سره، ټينګار وکړ، زياتې هلې ځلې دې وشي چې د دغې پروژې کار له نوي کال څخه مخکې پاى ته ورسېږي.
د افغانستان د رسنيزو شهيدانو د "درناوي څلي" پروژې مسوول انجنير فيض الله وويل چې د دغه څلي د جوړولو کار د ١٣٩٧ کال د کب په ٢٠مه پيل شوى و او په طرحه او ډيزاين کې د يولړ ستونزو په دليل يو څه اوږد شو.
هغه زياته کړه چې دغه څلى د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د ٣ ميليونو ٩٠٠ زرو افغانيو په لګښت د کابل سپين زر هوټل ته څېرمه د کابو  ١٨٠ مربع متره په ساحه کې جوړېږي.
د پروژې د مسوول د څرګندونو له مخې؛ د دغه څلي په جوړولوکې له تور رنګه او خړو ګرانيت ډبرو څخه چې هېوادنۍ ډبرې دي؛ کار اخيستل کېږي او دغه څلى د شپږ نيمو مترو په لوړوالي جوړېږي.
هغه وويل چې ټاکل شوې ده د دغه څلي د جوړولو کار د روان کال د کب تر وروستيو پورې بشپړ شي.
ختم- ف – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.