06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: سياحتي شرکتونه دې دکرونا ناروغۍ دخپريدو په مخنيوي کې همکاري وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دکب  ٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ نن دعتبات عاليات، زاير او عمرې دسياحتي شرکتونو داتحاديو له مسوولانو سره فوق العاده غونډه  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې پوهنيارې مصطفوي  له ټولو سياحتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د مسافرانو له لارې دکرونا ناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په خاطر مخنيوونکي تدبيرونه ونيسي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى معينې ټينګار وکړ هغه مسافران چې د دغو شرکتونو له لارې  په تېره  يوه مياشت کې  هېواد ته راستانه شوي دي په هغه صورت کې  چې په هغو کې دکرونا ناروغۍ نښې نښانې ترسترګو شي ، دعامې روغتيا وزارت له لوري ټاکل شويو مرکزونو ته ورشي .
دغه راز په دې غونډه کې دکرونا ناروغۍ په تېره بيا دسياحتي شرکتونو دمسافرانوله لارې د دغې ناروغۍ دخپريدود مخنيوي په مقصد دمخنيوونکو تدبيرونو په اړوند خبرې وشوې او ټينګار وشو چې په دې برخه کې بايد دسياحتي شرکتونو مسوولان هم همکاري وکړي .
دسياحتي شرکتونو مسوولانودکروناناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په خاطر دمخنيوونکو تدبيرونو په اړوند خپلې نظريې  او وړانديزونه طرحه کړل او په دې لاره کې يې خپله همکارى  هم څرګنده کړه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Monday, 24 February 2020 13:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.