07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز د...

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو په...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کتاب نړیوال نندارتون جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٦مه/ باختر
د اتفاق په درشل کې (در آستانهء اتفاق) ترنامه لاندې د کتاب نړیوال نندارتون ډېر ژر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت په نوښت جوړېږي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په مقدماتي ناسته کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېوای شرق په مشرۍ جوړه شوه او د ناشرانو اتحاديې او د بیهقي ریاست استازو، لیکوالانو او یوشمېر ناشرانو ګډون لاره؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين وویل چې دغه نندارتون به په هېواد کې د کتاب له نورو نندارتونونو سره په توپیر او په ځانګړي توګه جوړ شي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون به له یوې اوونۍ څخه زیات د کتاب د مینه والو پرمخ پرانيستی وي او کورني او بهرني خپروونکي کولای شي خپل مطبوع آثار نندارې ته وړاندې کړي.
د دغه نندارتون د جوړولو وخت او سیمه به په راتلونکې ناسته کې تصویب شي.
ختم/ع


 

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.