06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شيواى شرق دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسې نمايندګي پرانستله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين نن دبيهقي کتابونو دخپرونو دموسسې دويمه نمايندګي دکابل په پولي تخنيک پوهنتون کې پرانستله .
د باختراژانس دخبريال د خبرله مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق  د دغې نمايندګۍ دپرانستلو په وخت کې وويل: دبيهقي کتابونو نمايندګي داطلاعاتواوفرهنګ وزارت او دپولي تخنيک داکاډميک بنسټ ترمنځ دمعنوي اوفرهنګي دوستۍ پيوند دى .
هغه زياته کړه، دبيهقي کتابونو دخپرونو موسسه به داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرنيز بنسټ په توګه  ډېر لرغوني متنونه تاسو ته وړاندې کړي .
هغه د مطالعې په فرهنګ او دکاډميکي  بنسټونو ترمنځ د هغه په پراختيا باندې ټينګاروکړ او ويې ويل چې دپولي تخنيک پوهنتون له مشرتابه څخه دبيهقي  کتابونو دخپرونو موسسې دنمايندګۍ لپاره دمشخص ځاى دټاکلو لپاره قدرداني کوم .
هغه زياته کړه، موږ په مثبتوګامونوسره پرمخ  ځو او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتوب هڅه او هاند کوي چې دځوانانو ترمنځ دمطالعې  فرهنګ په چټکتيا سره ترويج کړي .
هغه څرکنده کړه، په دې نمايندګۍ کې ددوه زره ټوکو په تېراژ دوه سوه عنوانه کتابونه چې ټولې برخې پکې  شاملېږي او د بيهقي کتابونو دخپرونو موسسې چاپ کړي دي په پام کې نيول شوي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين دڅرګندونو له مخې، په ډېر لنډ ممکن وخت کې د دغه وزارت په نوښت په هېواد کې يوبين المللي  نندارتون جوړېږي.
وروسته دپولي تخنيک پوهنتون رييس پوهنوال محمد سعيد کاکړ وويل: دبيهقي  کتابونو دخپرونو موسسې  دنمايندګۍ په پرانستلو سره دغه دوه علمي  بنسټونه  له يوبل سره نږدې شول اوبايد ديوبل  له ظرفيتونو څخه اغيزمنه ګټه واخلي .
هغه د دغې نمايندګۍ رامنځته کول  دمحصلانو او ځوانانو لپاره ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل: هيله لرم موږپه راتلونکې کې دکتابونودښودلو ګډ پروګرامونه ولرو چې ځوانان له علمي سرچينو سره زياته بلدتيا پيداکړي .
  ختم _  عطاالله_ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.